روزنامه اصلاح

موټـر کې یـوه وړه اله؛ چې غـله هـم ترې ډارېـږی

افغانستان په پلازمېنې کابل کې د موټرونو د غلا ډېرېدا د هغو شرکتونو کاروبار تود کړی چې په ګاډو کې د هغوی د موندلو اله ځای پر ځای کوید کابل امنیه قوماندانی وایی، په تېره شاوخوا یوه میاشت کې یې تر پنځو سوو ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولی، چې زیاتره یې د ګاډو غله دی.

په کابل کې د موټرو د غلا ډېروالی خلک اندېښمن کړی دی او له همدې وېرې ډېر کم خلک زړه ښه کوی چې د سړک پر غاړه موټر ولاړ پرېږدی.

کابل، چې تر پنځو میلیونو ډېر خلک پکې مېشت دی او شاوخوا پنځه سوه زره موټر پکې ګرځی.

همدې ګڼې ګوڼې د غلو او جرم کوونکو کار اسانه کړی خو د پولیسو یې سخت کړی دی.

نژدې یوه میاشت مخکې د کابل اوسېدونکی سمیع الله صمیم په چکر پغمان ته روان و، خو غلو یې د خولې خوند تریخ کړ، د وسلې په زور یې موټر ترې واخیست او دی یې لاس تړلی په تش ډاګ پرېښود:

“پغمان ته روان وم، د وزیر کلا په سیمه کې دوه موټرسایکل سپاره وو، بې غږه تفنګچې ورسره وې. ما سره ۲۰۰۸ ماډل سپین ګاډی راسره و، لاسونه یې راته وتړل او موټر یې رانه یووړ.”

فریدون عظیمی بیا هغه ځوان دی چې د دفتر له څنګه یې غلو موټر په مخه کړی او تر ننه یې درک
 نشته:

“ما سره سپین کرولا ډوله موټر و، غوښتل مې له دفتره کور ته لاړ شم. خو چې کله له دفتر راووتلم، که ګورم موټر مې نشته”.

د ځینو چې په بې خیرۍ کې خېر وی، همداسې نن سبا د هغو کاروبار جوړ دی چې یو ډول ځانګړی پولادی کولپونه جوړوی.

دا د نیم متر په اندازه اوسپنیز سیخ ته ورته پولادی ډنډه په دواړو سرونو کې لکه امسا کږه ده، په ګاډی کې دننه سټرېنګ او اېکسېلېټر له یوه بل سره کولپوی.

د کابل د کلاچې سیمې د ګاډو د یوې مستریخانې مسؤول مدیرخان اریوبی هم دا کولپ کاروی چې په وینا یې، د غلو کار سختوی:

“د نن سبا غله ډېر هوښیار دی، کلۍ پېدا کوی او کولپ موټر پرې خلاصوی. خو دا کولپ ډېر کلک دی. که غل یې ماتوی نو ډېر وخت ترې نیسی، ماتولی یې نشی، ډېر مضبوط کولپ دی.”

امنیتی چارواکی هم منی چې په تېره روژه او ورپسې میاشت کې په کابل کې د موټرونو غلا ډېره وه. هره ورځ له اوو تر اوولسو ګاډی تښتول کېدل خو اوس په ورځنی ډول درې یا څلور داسې قضیې ورځی.

د کابل امنیه قوماندان محمد داود امین وایی، ګڼ غله یې نیولی دی:

“نژدې یوه میاشت او لس ورځې کېږی چې تر ۵۶۵ ډېر کسان مو نیولی دی چې زیاتره یې د موټرونو وسله وال غله دی. د دې تر څنګ مو په لسګونه د غله قوی ډلې نېولې دی. په غلو کې ځینې داسې کسان هم وو چې د دوولسم ټولګی زده کوونکی وو او یو موټر یې غلا کړی و.”

خو خلک بیا هم امنیتی چارواکی د دې ستونزې په مخنیوی کې پاتې بولی.

مګر ټکنالوژۍ بیا یوه د حل لار ورته پېدا کړې. GPS ټرکر. دا هغه اله ده چې په موټرونو کې ځای پر ځای کېږی او که غلا شی نو په اسانه یې ځای ځایګی پېدا کېدای شی. د دې الې د ځینو نصبوونکو شرکتونو مسوولان وایی، غوښتوونکی
 یې ډېر شوی او دې الې غله وېرولی دی.

اغا ملوک سهار د همداسې یوه شرکت درک مشر دی، وایی:

“دا الې موږ د موټر په یوه پټ ځای کې لګوو. اپلېکېشن یا کاریال یې د ګاډی څښتن ته په موبایل یا لپ ټاپ کې انسټالوو. دوی نو بیا د خپل موبایل له لارې خپل موټر په ژوندۍ بڼه کتلی شی، چې چېرې دی؟ دوی آن کولای شی خپل موټر چې هر چېرې وی د خپل موبایل یا
 کمپیوټر له لارې ګل کړی، چلان یې
کړی.”

د ګاډو تر غلا ها خوا، په رڼا ورځ د خلکو له لاسونو د موبایلونو تښتول، د کورونو لوټېدل، د شپې لخوا ډزې او د شتمنو کسانو په نښه کېدل هغه نور موارد دی چې د دغه ګڼ میشتی ښار د اوسېدونکو خوبونه یې تښتولی دی. ځینې خو لا ویی چې د امنیتی کسانو په جامه کې هم شوکې ترې شوې دی.

نورګل شفق

ممکن است شما دوست داشته باشید