روزنامه اصلاح

موریا کمپ کې د افغان پناه‌غوښتونکو په اړه د بشر حقونو کمېسیون اندېښنه

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی، د یونان په موریا کمپ کې په ځانګړې توګه افغان پناه غوښتونکی له سخت وضعیت سره مخامخ دی.
دغې ادارې په یوه اعلامیه کې د بشری حقونو له ادارو او نړیوالې ټولنې غوښتی چې د یونان په موریا کمپ کې له پناه غوښتونکو سره د استوګنځای او زده‌کړو په برخه کې مرسته وکړی.
دا وروسته له هغه چې پنځه ورځې مخکې د یونان په لیسبوس ټاپو کې د اور لګېدو له کبله موریا کمپ له‌منځه لاړ.
یوازې په یونان کې نه، بلکې په نورو اروپایی هېوادونو کې هم پناه غوښتونکی له بد وضعیته سر ټکوی.
مرتضی یو افغان پناه غوښتونکی چې د فرانسې په (سین سانت دنیس) کمپ کې اوسی، داسې وایی: “موږ هم انسانان یو، ژوند لرو. پولیس موږ په عذابوی، خلک زموږ موبایل، ګوشی او داسې نور شیان حتی خېمه مو غلا کوی. موږ څه ګناه کړې ده؟”
د یونان د پناه غوښتونکو په کمپ کې د اور لګېدو وروسته د جرمنی حکومت ویلی چې له یونان سره په تماس کې دی چې په لومړی قدم کې بې‌کوره شوی کوچنیان او په دوهم کې هغه کورنۍ جرمنی ته ورپرېږدی چې کوچنیان لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید