روزنامه اصلاح

ملی پانګه وال باید په مختلفو برخو کې پرپانګونې د هیواد اقتصاد پیاوړی کړی

په هیواد کې دننه په مختلفو برخوکې د پانګه والو پانګونه او دصنعت پراختیا د اقتصادی ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کیږی ، پر دې بنسټ د هیواد ټولو پانګه والو ته ښایی چې د افغانستان داقتصادی ودې او د اقتصادی بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړی  ځکه په هیواد کې د تولیدی فابریکو جوړول او رغاول د اقتصادی  ودې او پرمختګ سبب کیږی ، اوس مهال افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډیر ښه امکانات لری ، یعنی د طبیعی  زیرمو اوکانونو لکه: طلا ، اوسپنې ، مسو، تیلو ، گازو اونورو قیمتی ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز ، پریمانه اوبه ، ښه استعدادونه اوستر بشری ځواک هم لری چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شی چې په دې برخه کې د افغانستان اسلامی جمهوری دولت او ترڅنگ یې مسوول ارگانونه دنده لری چې زیاته پاملرنه وکړی ترهغو چې کورنی او بهرنی پانگه وال دیته وهڅوی چی په پراخه کچه په دی برخه کې پانگونه وکړی ، لکه څنگه چې مخکې مو یادونه وکړه ، دامنیتی مصوونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه  په بیلا بیلو برخو کې ښی اسانتیاوې او لازم شرایط برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه ، آرام اوهوسا خاطرپانگونی وکړی او په هیواد کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی.

که بهرنی هیوادونه د نورو مرستو  پرځای په افغانستان کې پانگونې وکړی ، زمونږ جگړه ځپلو خلکو په گټه تمامیږی ، ځکه له یوپلوه زموږ خلک کسب اوکارزده کوی ، له بل پلوه هیوادوالو ته په هیواد کې دننه دکاراو سالمو بوختیاوو زمینه هم برابریږی او دهیواد او هیوادوالو داقتصادی پرمختګ سبب کېږی، چې دغسې پانګونې به بهرنیو هیوادونو ته  د کارموندلو لپاره زموږ د ځوانانو د تګ اړتیا هم له منځه یوسی. د هیواد ملی پانګه وال باید د افغان دښمنو کړیو د پوچو او ناوړه تبلیغاتو  تراغیزې لاندې رانه شی ، بلکې د ملی او هیوادنی سپیڅلی احساس له مخې په هیواد کې دننه په مختلفو برخوکې پانګونې وکړی ، یعنې د یوسالم رقابت پر اساس د هیوادوالو د لومړیتوبونو په نظرکې نیولو سره د مختلفو څیزونو د تولیداتو سترې او کوچنئ فابریکې او کارخانې جوړې کړې ترڅو په هراړخیز ډول د هیوادوالو داړتیا وړ توکی په هیواد کې دننه تولید اود خلکو د استفادې وړ وګرځی .

په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله ویل شوی چې څه موده وړاندې دهیواد دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ ښاغلی وزیر بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د چرګانو د خوراکی توکو یوه تولیدی فابریکه او دغوړیو د تولید یوه فابریکه ګټې اخیستنې ته سپارلی دی ، دغه فابریکې د مفید ګروپ صنعتی شرکت له خوا د ( اته میلیونه ) ډالرو  په پانګونې سره جوړ شوی ، د چرګانو د خوراکی توکو  د تولید فابریکه په ورځ کې د چرګانو (۲۴۰) ټنه خوراکی توکی او د غوړیو د تولید فابریکه په ورځ کې (۲۵۰) ټنه د سویابینو ، جوارو ، زغرو او کنځلو غوړی تولیدوی ، په هغه غونډه کې چې ددغو فابریکو  د پرانیستې په موخه جوړه شوې وه د بلخ ولایت د چرګانو  روزنې د اتحادیې مشر د کرنې وزارت  له خوا د خصوصی سکتور د حمایتی طرحې له پلی کیدو څخه د مننې ترڅنګ هم داسی ویلی  چې په بلخ کې د چرګانو (۶۲۴) فارمونه شتون لری ، چې د چرګانو د خوراکی توکو د تولید د چرګوړو تولید او د غوښینو او هګیوچرګانو د پالنې په برخه کې فعالیت کوی ، چې له بهره د زړو چرګانو پروارداتو محدودیت  ددې لامل شوی چې  یاد صنعت  وده وکړی ، دبلخ د چرګانو د روزنې  فارمونه او دهیواد  دنورو ولایتونو د چرګانو د روزنې  فارمونه زمونږ د هیواد کورنی اړتیاوې پوره کوی ، په دې برخه کې چې کومې زمینې او آسانتیاوې برابرې شوی او هغه طرحې چې پلې شوی د چرګانو روزنې دسکتور د ودې لامل شوی دی .  

په واقعیت سره چې په هیواد کې دننه دهر راز صنعتی فابریکو جوړول  په کوردننه د هیوادوالو د اړتیاوړ څیزونو د برابرولو ترڅنګ دهیواد په اقتصادی ودې او پرمختګ کې هم ګټور ارزښت لری او هم هیواد له وارداتی حالت څخه صادراتی حالت ته ور اوړی ، په دی هیله چې دافغانستان اسلامی جمهوری دولت  کورنی او بهرنی پانګوال په هیواد کی پانګونې ته وهڅوی او په دی برخه کې دوئ ته لازمې آسانتیاوې او دامنیت له پلوه ښه شرایط برابرکړی

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید