روزنامه اصلاح

ملی موزیم زموږ د فرهنګی میراثونو یوه بډایه بیلګه

د افغانستان ملی موزیم زموږ د هېواد د تاریخی سرشارو آثارو او فرهنګی بډایو میراثونو د یوی مجموعې په توګه زموږ د لرغونی تاریخ او خلاقانه فرهنګ یو رڼه هېنداړه بلل کیږی.

د افغانستان د ملی آرشیف غوندې خورا ارزښتناکه مرجع ده او په هېواد د وروستیو لسیزو د ناتارونو غمیزو تر مخه چې زموږ د هېواد فرهنګی ګران بیه میراثونو پکښی نه جبرانیدونکی زیانونه ولیدل، په سیمه کې د زښتو زیاتو بډایو موزیمونو څخه شمیرل کیده او د تاریخ په اوږدو کې زموږ د خلکو د زرګونو فرهنګی آثارو خوندی کانون ؤ او د خپل تاسیس په لومړی وخت کی ورته عجایب خانه ویل کیدله. په ۱۹۱۹ م کال ، ۱۲۹۸ هـ ل  نیټه د غازی اعلیحضرت امان الله خان د پاچهی په لومړی سرکی د باغ بالا په پرتمینه ماڼۍ کې پرانستل شو، او د هېواد دا بډایه فرهنګی خزانه د هغی د زیات ارزښت په خوندی ساتلو سره په ۱۳۰۳ هـ  کال د ارګ په محوطه کې د کوټی باغچی ماڼۍ ته را نقل شوه او دلته په رسمی توګه د دغه تجدد پسند او د هېواد د آزادۍ د بیا اخستونکی غازی پاچا له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کی پرانستل شوه او پوره شپږ کاله هلته خوندی پاتې شوه، بیا په سقوی دوره کې چورو چپاول شوه په ۱۳۰۹ هـ ل کال کې د دارالامان د نوی ښار د ودانیو په منځه تللو د ښاروالۍ ودانۍ ته چې وروسته د ملی موزیم په ودانۍ مشهوره شوه، دا خزانه راوړل شوه او ټول آثاریی په فنی ډول د ودانۍ په الماریو او لازمو ځایونوکی ځای پرځای شول.

د افغانستان ملی موزیم چې د نړۍ له شتمنو موزیمونو څخه ؤ او په دې فرهنګی پرتمین کانون کې په لس ګونو زره لرغونی آثار چې هریو یې په خپل ذات کې د تاریخ په اوږدوکې د دۍ خاورۍ د وتلیو هنرمندانو د هنری شهکارونو او سرشاره استعداد دفترؤ په خوندی ډول ساتونکی ؤ.

د ملی موزیم د پخوانی رییس ښاغلی عمراخان مسعودی د وینا له مخې چی د انیس ورځپانې سره یی د ۱۸/۸/۱۳۸۹ نیټې د یو مرکې په ترڅ کې ویلۍ ؤ:

د ملی موزیم آثار (البته دلاخوندی ساتلو په غرض) د ۱۳۵۷ کال د ثور د ۷ نیټې ترپیښې وروسته د ۱۳۵۸ کال د حمل په میاشت کې په غیر مسلکی توګه بسته بندی او په وزیر محمد اکبرخان کې د سردار محمدنعیم خان کور ته په ۲۵ ورځو کې را انتقال شول او تر یو کال پورې هلته ډیپو شول خو له نیکه نیکمرغه نه مات شول او نه یې څه زیانمنی ولیدله خو یوازی د فلزی او لرګینو الماریو او د نمایشی صندوقونو ښیښی یی په نامناسبو ځایونو کې د ایښودلو او دو اورې او باران په وجه څه زیانمنې شولی بیا وپتیله شوه چې د ملی موزیم دغه آثار، د موزیم اصلی ودانۍ دارالامان ته یووړل شی او داده چې دغه پریکړه عملی او آثاریی اصلی ودانۍ ته یووړل شول. له بده مرغه د ۱۳۵۸ کال د جدی د میاشتې وروسته چې د شوروی اتحاد اشغال پیښه رامنځته ته او په افغانستان کې د سیاسی بی ثباتۍ لامل وګرزید د ملی موزیم ډیره ښکلی ودانۍ په ۱۳۶۱ کال کې د جګړی په اورکی په بشپړ ډول وسوزیدله .

ښاغلی مسعودی زیاته کړی ده:

۱۳۶۸ کال کې د کابل په ښارکې د بیخې زیاتې نا امنۍ په وجه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د امنیتی ارګانونو د غوښتنلیک له مخې د وخت د موقتی جمهور رییس د فرمان پربنا د ملی موزیم د یو شمیر بیلابیلو مهم کلکسیونونه لکه د بګرام، آی خانم، هډی، کهنه مسجد د باختر د طلایی خزانې آثارو کلکسیون چی د بیلابیلو دورو د طلایی سیکو څخه عبارت وو) د یوې ټاکلی شوی کمیټې تر څارنې لاندې د جمهوری ریاست د ارګ په مرکزی بانک کې ځای په ځای شول او یو شمیر نوریی لکه د فندقستان، بامیانو، منډیګک او د نورو سیمو اړونده آثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څلورم منزل ته راوړل شول.

او د دې نیک تدبیر په نتیجه کې د ملی موزیم دغه آثار له خطره خوندی پاتې شول. په۱۳۷۱  کال کې د دکتور نجیب د رژیم تر سقوط وروسته دوه بیخی زیات ارزښمند آثار چی له ۲- ۳ میلادی پیړی پورې تړاو درلود د ملی موزیم د ودانۍ له دوهمه پوړه غلا شول.

د آثار په پیښور کې د هغو له غل څخه د یو نیکو کار جاپانی شخص له خوا وپلورل شول او تر اوسه پورې په جاپان کې ساتل کیږی. له کومه ځایه چی د جګړو د زیاتښت په وجه د ملی موزیم ودانی د تنظیمی جګړۍ د یوی ډلې په واک او د جګړۍ سنګر ګرزیدلی ؤ، نو د ۱۳۷۴ کال د غویی په میاشت کې د بی بی سی رادیو په دۍ اړه د خپلی خواشینۍ خبر په دې متن خپور کړ:

(افغانستان خپل زامن خاورته وسپارل، خو نه ښایی چې خپل فرهنګ خاورو ته وسپاری)

د دی خبر له مخی ملګری ملتونه او د هغی ملی او نړیوال فرهنګی موسسی، د موزیمونو د نړیوال قانون په اساس دی ته وګمارل چې د افغانستان د ملی موزیم د پاتی آثارو د ساتلو په تړاو اقدام وکړی داده چۍ د ۱۳۷۴ کال د لړم په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومی سر منشی.

« مسور بریوس موسوییس » کابل ته راغی، په داسی حال کې چۍ یو شمیر خبریالان، دیپلوماتان د ملګرو ملتونو او سره صلیب غړی ورسره وو د ملی موزیم د دستاتوونکی قوماندان په اجازه یی د ملی موزیم د ودانۍ ټولی برخۍ ولیدلی، دده د لیدنۍ په پایله کی څرګنده شوه چې په ځانګړی ډول تر څلویښتو زرو زیاتۍ سیکی په ډیر وحشیانه ډول غلا شوی او د موزیم د فرش زیاته برخه چی ګران بیه غالۍ پکې نندارې ته ایښودل شوی وی لوټ کړی شوی د آثارو اړونده صندوقونه سوزول شوی او داسی نور… کله چې د ملګرو ملتونو عمومی سرمنشی دا وحشیانه پیښی او صحنی ولیدلی، نو د انسانی وجدان د اغیزمن کیدلو په وجه یی له خواشینۍ ډکه یوه وینا وکړه او دواره یی د موزیم د تحویلخانو د خوندی ساتلو په خاطر د موزیم ۳۲ دروازۍ او جستی چتونه مجهز او کړکۍ یی په پخوخښتو بندۍ کړی او د خوندیتوب داسی نور تدبیرونه یی ونیول.

په ۱۳۷۶ کی د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر د پریکړی له مخې د موزیم د پاتې آثارو د خوندی ساتلو په خاطر د ملی امنیت د لرغون بیژندنی د ریاست په همکارۍ د شپږو کمیټو تر څارنۍ لاندې د موزیم آثار بسته بندی او تر شپږو میاشتو وروسته چی د آثارو د فهرست عکسونه واخستل شو، د نوموړو آثارو یوه برخه د کابل هوټل ته راوړل شوه.

د طالبانو د واکمنۍ په راتلو سره که په کابل هوتل کې آثارو زیان ونه لید خو برعکس د موزیم آثار غلا کړی شول او یو شمیر مجسمی یی تخریب چۍ شمیریی له ۲۵۰۰ زیاتو ته رسیده.

ښایی وویل شی چی په افغانستان کې د موقتې ادارې تر تاسیسیدلو وروسته چی د ملی موزیم په دارالامان کی پخوانۍ ودانی بیا ورغول شوه که څه هم تر ۸ زرو زیات آثاریی غلا شوی او یو شمیر یی له هېواده بهر قاچاق شوی وواو بیا  له دې جملې نه په بهر کی د افغانستان د فرهنګ دوستانو له خوا او دوستو هېوادونو په همکارۍ او همدارنګه ۸۰۵۰ قلمه آثار د انترپول پولیسو په همکارۍ افغانستان ته راوړل شوی او ملی موزیم ته سپارل شوی دی. له فرهنګ دوستانو څخه هیله کیږی چۍ په دی برخه وطنپرستانه مرسته وکړی. د دی خبرۍ کول هم ضرور دی چۍ د ښاغلی مسعودی په وینا تر ۱۸- ۸ – ۱۳۸۹ هـ کال پورې ۳۰۰۰ قلمه آثار ترمیم شوی هم دی.

رازقی نړیوال

ممکن است شما دوست داشته باشید