روزنامه اصلاح

ملی دفاع وزارت: د طالبانو د نشه‌یی توکو پر فابریکو برید کې ملکیان نه دی وژل شوی

د افغانستان د دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړی چې وایی په فراه کې د “طالبانو د نشه یی توکو په فابریکو” باندې هوایی برید کې ولسی خلک وژل شوی.

د رویټرز خبری اژانس د دفاع وزارت د چارواکو له خولې لیکلی دی چې په دغو هوایی بریدونو کې د طالبانو شاوخوا ۱۵۰ غړی وژل شوی دی. د فراه ولایت چارواکو هم د نړیوالو او افغان ځواکونو په هوایی بریدونو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې ادعاوې رد کړې.

د فراه د والی ویاند محب الله محب وایی چې په دغو هوایی بریدونو کې شاوخوا ۵۰ طالبان وژل شوی، شاوخوا ۴۰ ژوبل شوی او په وینا یې پدې بریدونو کې د نشه یی توکو د تولید او پروسس ۶۸ فابریکې هم ویجاړې شوی دی.

ښاغلی محب وویل چې دا عملیات له څو میاشتو پلټنو او تحقیقاتو وروسته وشول. برید د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ د اشکین کاریز او پلوشې په کلیو کې شوی دی.

د فراه د ولایتی شورا غړی داد الله قانع هم وایی چې په دغو عملیاتو کې یوازې وسله وال طالبان وژل شوی دی او د هغوی د نشه یی توکو فابریکې ویجاړې شوی دی.

د کورنیو چارو وزرات ویاند نصرت الله رحیمی هم په خپل فیسبوک کې یوه ویدیو خپره کړې چې د هغه په وینا د فراه د ولایت د هوایی برید ویدیو ده. هغه وایی په دغو عملیاتو کې یوازې طالبان وژل شوی او د مخدره توکو فابریکې یې ویجاړې شوی دی.

په همدې حال کې د بکواه ولسوال عبدالغفور مجاهد رویټرز خبری اژانس ته ویلی دی چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۴۵ هغه ملکیان وژل شوی چې په دغو فابریکو کې یې کار کاوه. هغه وویل په بریدونو کې ۱۸ وسله وال طالبان هم وژل شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت هم په دغو بریدونو کې د ملکیانو د تلفاتو خبره رد کړې ده. خو طالبان ادعا کوی چې په برید کې ولسی خلک وژل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید