روزنامه اصلاح

ملی امنیت: د کندهار پر امنیې قوماندانۍ حمله د پاکستان له چمنه رهبری کېده

د افغانستان د ملی امنیت ریاست وایی چې د کندهار پر امنcې قوماندانۍ د وړمی ورځې حمله د پاکستان له چمن سیمې رهبری کېدله. د افغانستان د ملی امنیت عمومی ریاست د ثبت شوی غږ له مخې وایی چې د کندهار ښار حمله د پاکستان د چمن له سیمې طرحه شوی ده.

ملی امنیت وایی چې د دغې حملې په جریان کې حمله کوونکی په منظم شکل له پاکستانه د ملا اغا په نوم د یوه کس له خوا سوق او رهبری کېدل.

د ملی امنیت په وینا، دا د خبرو هغه برخه ده چې حمله کوونکی د ټیلیفون له لارې له چمن لارښونه اخلی.

د ملی امنیت په خبر پاڼه کې راغلی: د ترورېستانو او د دغې حملې د عاملینو او امرانو ترمنځ د خبرو جریان، یو داسې سند دی چې پاکستان ترې انکار نه شی کولای، دا په ډاګه کوی چې د ترورېستانو فعالیت او رهبری له کرښې ها خوا له پاکستانه کېږی.

طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولی پیغام کې ویلی چې د کندهار په ګډون ټولې حملې په افغانستان کې دننه طرحه او پلانېږی.

وړمه ورځ ناوخته د کندهار د امنیې قوماندانۍ په وره کې موټربم چاودونه او وروسته وسله واله حمله وشوه چې شااوخوا شپږ ساعته یې دوام وکړ.

طالبانو د حملې مسؤلیت منلی او ادعا کوی چې کسان یې امنیې قوماندانۍ ته ننوتی او زیات امنیتی منسوبین یې وژلی او ټپیان کړی دی. خو د کندهار د والی ویاند احمد بهیر احمدی وایی چې حمله کوونکی قوماندانۍ ته نه دی داخل شوی او په دروازه کې له منځه وړل شوی دی.

د راپورنو له مخې، په دغه پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوی او ۸۳ نور ټپیان شوی دی.

د کندهار پر امنیې قوماندانۍ حمله د طالبانو یو له خونړیو حملو ده چې د ملی امنیت ریاست په وینا، له پاکستانه رهبری کېدله.

یو شمېر افغان کارپوهان وایی چې طالبان د داسې حملو وړتیا نه لری او دا ډول ډېری حملې په پاکستان کې پلان او طرحه کېږی.

د دغو کارپوهانو له ډلې محمداګل مجاهد ازادی راډیو ته وویل، د دغې حملې تر شا د پاکستان د استخباراتی سازمان لاس دی.

ده وویل: د دې لپاره چې حمله پر امنیې قوماندانۍ وه، طالبانو یې مسؤلیت په غاړه واخیست، له شک پرته دغه حمله د افغانانو په وسیله پلې شوه، خو په پلان ګزارۍ کې یې د افغانانو لاس نه و، په رأس کې یې د پاکستان استخباراتی سازمان دی چې ځینی نور استخباراتی سازمانونه هم ورسره مرسته کوی.

افغان حکومت په ځانګړې توګه د ملی امنیت ریاست د ځینو حملو په پلانولو کې د پاکستان استخباراتی سازمان ملامت بولی، خو اسلام اباد تل دا ډول ادعاوې رد کړې دی.

خو د افغانستان د ملی امنیت ریاست وایی چې یو ځل بیا ثابته شوه چې طالبان د پردیو ګټو لپاره جنګېږی او د کندهار پېښه به په هراړخیز او جدی ډول
وڅېړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید