روزنامه اصلاح

ملګری ملتونه: کرونا ویروس د افغانستان اقتصادی برخه له ځوړ سره مخ کړې

د ملګرو ملتونو پراختیایی ادارې “د کرونا ویروس د بحران په ځواب کې مالی غوراوی”‌ تر عنوان لاندې په خپل څلورم یادښت کې لیکلی، کرونا ویروس افغانستان په اقتصادی برخه کې له ځوړ سره مخ کړی دی.
د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه باید په دې هېواد کې د کرونا وبا له کبله په مالی برخه کې د کسر د پای ته رسېدو او عوایدو ډېرو لپاره ځانګړی پروګرامونه پلی کړی.
دا خبره د ملګرو ملتونو پراختیایی ادارې له کرونا وروسته د افغانستان د اقتصادی وضعیت په اړه په خپل څلورم یادښت کې کړې ده.
دا اداره ټینګار کوی چې په اقتصادی برخه کې د بنسټیز سیاست نشتوالی له کبله به دا حالت تر ۲۰۲۴ کال پورې د دې هېواد په ناخالصو عوایدو کې پنځه اعشاریه دوولس سلنه اغېز ولری.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی استازی رامزالاکبرو وایی، کرونا ویروس ۲۰۲۰ میلادی کال ستونزمن کړی او په خلکو او ټولنې یې ډېر بد اغېز کړی دی.
دی زیاتوی: “موږ په خپل راپور کې وموندل چې لږ تر لږه ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته د دې واټن د راکمېدو او ژر تر ژره خپل هدف ته د رسېدو په برخه کې اړتیا لرو. ۲۵۰ میلیونه ډالر د خوراکی خوندیتوب لپاره اړین دی او له ټولو ډېر مهم ۵،۲ میلیونه ډالر د ټولنې د ساتنې لپاره په کار دی.”
د دې ادارې په راپور کې ټینګار شوی دی چې په اقتصادی برخه کې د بنسټیز سیاست د نشتوالی له امله به دا حالت تر ۲۰۲۴ میلادی کال پورې د دې هېواد په ناخالصو عوایدو کې پنځه اعشاریه دوولس سلنه اغېز ولری.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایی ادارې استازی عبدالله الدرداری وایی، په راتلونکو پنځو نورو کلونو کې افغانستان لږ تر لږ ۳۰ سلنه مرستو ته اړتیا لری، څو د کرونا وبا له کبله رامنځته شویو اقتصادی ستونزو ته رسېدنه‌ وشی.
د ده په خبره، له افغانستان سره ټول مرسته کوونکی هېوادونه باید په دې برخه کې ګام پورته کړی، څو افغانستان له دې ستونزې ووځی.
الدرداری زیاته کړه: “افغانستان له مالی مرسته کوونکو، ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو سره چې د دې هېواد لپاره پالیسی جوړوی، یوې ښې همغږۍ ته اړتیا لری. د ملګرو ملتونو پراختیایی اداره د دولت په همکارۍ د افغانستان د خلکو او نورو شریکانو سره دې برخه کې ژمنه ده.”
په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال محمد نبی سروش وایی، حکومت د ملی دسترخوان په څېر پروګرامونو په پیلولو سره هڅه کوی چې د کرونا وبا له کبله رامنځته شوې ستونزې حل او همدا ډول د ملی عوایدو کچه پورته یوسی.
د ملګرو ملتونو په څلورم یادښت کې له افغان حکومته غوښتنه شوې چې د کرونا وبا له کبله په مالی برخه کې د کسر د پای ته رسېدو او عوایدو ډېرو لپاره ځانګړی پروګرامونه پلی کړی.
دا یادښت زیاتوی، د افغانستان پڅ اقتصادی پرمختګ، د کرونا وبا دویمه څپه او د جګړې دوام ته په کتو اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د مالی کسر د کمېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړی.
د کرونا وبا له کبله د اقتصادی ستونزو په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږی چې تازه د دې ویروس د مثبتو پېښو په ثبت کې هم زیاتوالی راغلی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۶ تنه په دې ویروس اخته شوی چې ۴ تنه ترې مړه شوی دی.
د دې شمېرو په ثبت سره په افغانستان کې په کرونا وبا د اخته شویو کسانو ټول شمېر ۴۲زره او ۶۰۹ ته ورسېد.

ممکن است شما دوست داشته باشید