روزنامه اصلاح

ملګری‌ملتونه جګړې سږکال نږدې ۲۵۰زره افغانان بې‌ځایه کړی

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایی، چې د ۲۰۱۸ کال کې له پیل څخه د اکتوبر تر لومړۍ اونۍ پورې ۲۴۹زره او ۲۳۳ افغانان د جګړو او ناامنیو له امله د خپلو اصلی سیمو پریښودلو ته اړ شوی دی.

دغې ادارې په خپل تازه ریپوټ کې، چې د سې‌شنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۷) خپور شوی ویلی،چې جګړې او ناامنۍ یواځې د اکتوبر میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ۲۸۴۰۰ افغانان بې‌ځایه کړی دی.

د ریپوټ له مخې، د دغه شمیر بې‌ځایه شویو افغانانو لویه برخه د پروان، کاپیسا، تخار، پکتیکا، غزنی، کنړ او بادغیس ولایتونو اوسیدونکی دی.

په ریپوټ کې راغلی، ۱۱۴زره افغانانو ته چې د جګړو او وچکالۍ له امله زیانمن شوی، په تیره اونۍ کې بشری مرستې رسول شوی، خو پاتې ۵۵ فیصده یې لا هم لومړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری.

اوچا په داسې حال کې د جګړو له امله په کور دننه د بې‌ځایه شویو افغانانو په اړه ریپوټ خپور کړی، چې د ولسی جرګې د ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره، افغان امنیتی او دفاعی ارګانونو په دې وروستیو کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو پر ضد خپل یرغلیز عملیات ۳۶ فیصده زیات کړی دی.

د جګړو او ناامنیو سربیره، سږکال وچکالۍ هم زیات شمیر افغانان له خپلو اصلی سیمو څخه بې‌ځای کړی دی.

د ملګرو ملتونو شمیرې ښیی، چې په اوس وخت کې څه باندې ۲۱۶زره افغانان په لویدیځو او جنوبی ولایتونو کې د وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوی دی.

اوچا ویلی، وچکالۍ ځپلو افغانانو ته د مرستې رسولو په پروګرام کې د ۱۵ ولایتونو شاوخوا ۱٫۲ میلیونو بې‌ځایه شویو ته مرستې رسول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید