روزنامه اصلاح

معلولین، معیوبین او دشهیدانو کورنۍ دهراړخیزومرستو وړ دی

په تیروکابو څلورو لسیزو پر له پسی تپل شوی بدمرغه او تباه کوونکې جگړی دوام نه یوازی زموږ د هیواد مادی او معنوی شتمنی په سرو لمبو کې سوځولی او مظلومو افغانانو ته یی ډیری ناخوالی په میراث پریښی دی، بلکې د همدغی ناولی جگړی د ناخوالو او نادودو له لاسه ډیری پتمنی افغانی ښځی کونډی شوی، گڼ شمیر گلالی ماشومان له پلارنی خوږی او سپیڅلی مینی څخه بی برخی او یتیمان شوی او دغه راز په زیاته کچه پتمن هیوادوال مو هم معلول او معیوب شویدی چې ورځنی ژوند یی له ځوریدونکې رنځ سره مخامخ شوی او په ټولیزه توگه یی ښکلی افغانستان په سپیرو دښتو او شاړو ځمکو او میرو بدل کړی او افغانان یی له داسی نورو بی شمیره غمیزو او ناتارونو سره مخامخ کړیدی او گڼ شمیر هیوادوال یی له ځپل پلرنی خوږ ټاټوبی څخه د کډوالی ترخه او ستونزمن ژوند ته اړ ایستلی او همدارنگه دغی بدمرغی، ناوړی او تباده کوونکې جگړی زمونږ کابو«یو نیم میلیون» تنه هیوادوال په شهادت رسولی او له «یونیم میلیون» څخه زیاتی میندی یی بوری کړی، له بده مرغه چې نن هم د پردیو په لمسون ددغی ناوړی جگړی لړی دوام لری او له امله یی زیات افغانان په شهادت رسیږی او یا هم معلول او معیوب کېږی، پاک الله(ج) دی په خپل ټول قدرت پر افغانانو ورحمیږی او ددغی بدمرغی جگړی او ورو وژنی ټغر دی د تل له پاره زمونږ له هیواده لری کړی تر هغه چې هیڅ یوه پتمنه مور د خپل اولاد په ویر ونه کړیږی او ویرجنه نه شی، هیڅ یوه میرمن سرتوری نه شی او هیڅ یو گلالی ماشوم د پلار له خوږی مینی بی برخی او یتیم نه شی، دا منو چې د شهیدانو د کارنامو په ویاړ د هیواد په مرکز او ولایتونو کې نمانځغونډی جوړیږی خو څومره به ښه وی چې دداسی غونډو د جوړیدو ترڅنگ زموږ هغه شمیر هیوادوال چې په جگړو کې شهیدان، معلول او معیوب شویدی کوښښ وشی  چې له هر ډول سیاسی، گونډی، سمتی،  ژبنیو او نورو توپیرونو پرته ددوی  د کورنیو راتلونکې په پام کې ونیول شی یعنی د هغوی لاس نیوی دی وشی او په هر اړخیزه توگه دی انسانی مرستی ورسره وشی تر هغه چې د ژوند په ورځنی بهیر کې دوی له هرراز بدمرغیو، کړاوونو او ستونزو څه وژغورل شی تر څو د ټولنی دنور وگړو په څیر تل ارامه، هوسا، پتمن ابرومندانه ژوند ولری او په دی توگه د هیواد ساتنی په لاره کې د سرښندونکو شهیدانو ارواوی ښادی او یاددی همیشنی شی. دغه راز د شهید د کلیمی په هکله هم باید وویل شی چې د شهید کلیمه او شهادت ډیره سپیڅلی ده او هغه چاته شهید ویل کېږی چې په یو سپیڅلی لاره کې او د یو سپیڅلی هدف له پاره خپل ځان یی قربانی کړی وی، شهیدان نه مری دا په دی معنی چې هغه تل ژوندی دی او کارنامی یی د ولسونو په زړونو کې د تلپاتی یاددښت وړدی، شهید هغه دی چې د هغه ټولی هڅی او کړنی د دندی او مکلفیتونو د ترسره کولو، دپت، عزت او شرافت د ساتلو، ددین او خاورى د حفاظت له پاره وی، نه د خپل مادی گټو او شخصی منفعتونو له پاره. شهیدان په حقیقت کې د تاریخ ستوری دی، چې ټولنه رڼا کوی که چېری شهیدانو خپلی وینی د گران هیواد د خپلواکې، پت او عزت د ساتلو له پاره نه وای نذرانه کړی، نو افغانان به اوس د آزادی او خپلواکې لرونکې نه وای، نو پردی اساس  شهیدان پر موږ ډیر حقونه لری او موږ ته ښایی د دوی حقونه پر ځای او درناوی یی وکړو. د پاک خدای(ج) له دربار څخه  هیله کوی چې د هیواد د ساتنی ا ودفاع په لاره کې چې هر څومره افغانان شهیدان شوی وی ددوی روح دی تل ښاد او جنت فردوس دی ورپه نصیب کړی او د دوی له برکت څخه دی رب العزت زموږ په گران هیواد سرلوړی افغانستان کې روانه جگړه چې په هر نوم دوام لری او د افغانانو د مرگ ژوبلی او په هیواد کې د نورو تباهیو لامل گرځی پای ته ورسوی او د ټولوافغانانو  ترمنځ  دی ورورولی، اتفاق، یووالی او د ملی وحدت نیکمرغه فضا رامنځته کړی ترهغه چې یوه نیکمرغه همیشنی او تلپاتی سوله او بشپړه هوساینه د ټولو پتمنو او مظلومو افغانانو په برخه شی او له دی وروسته هم پاک زړی افغانان نور د پردیو د شومو هدفونو او کرغیړنو دسیسو ښکارنه شی، بلکې په خپل خواږه پلرنی ټاټوبی گران افغانستان کې په خپلواکه توگه په بی ساری نیکمرغه هوساینه او سوکالی کې په بشپړه خوښی او خوشحالی د ژوند چاری سمبالی او پرمخ بوزی.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید