روزنامه اصلاح

مصطفوی: داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له اوبو څخه د معقولې استفادې په خاطر تبلیغاتی پروګرام ترلاس لاندې لری

دفاضلاب دتصفیه خانې دغیر متمرکز سیستم دسروې او ډیزاین دپروژې دسندونو دسپارلو تفاهم لیک داطلاعاتو اوفرهنګ او دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی  دوزارتونو، پښتنی بانک او دسپین زر هوټل ترمنځ لاسلیک شو .

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، ددغه تفاهم لیک  دلاسلیک کوله په مراسمو کې داوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت لوى رییس  انجنیر حمید الله یلانی، ترځمکې لاندې اوبو دکچې دټیتوالې او دتر ځمکې لاندې اوبو دککړتیا له امله داندیښنې په څرګندولو سره دفاضلاب د تصفیه خونو د جوړولو داهمیت او د ککړتیا دکچې په ټیټوالې کې د هغو د رول په باب خبرې وکړې او زیاته یې کړه  له تر ځمکې لاندې  اوبو څخه به خپل سر او غیر تخنیکی کار اخستل دجذبی او دودیز و څاګانو کیدل او دفاضلاب  دسیستمونو نشتوالی  تر ځمکې لاندې اوبو دکچې د ټیټوالې او دککړتیا عوامل بلل کېږی .

  یلانی دغه ر از وویل چې دغه ریاست په دې بریالی شوى دى چې داته ویشتو وزارتونو او دپنځو خپلواکو ادارو لپاره دفاضلاب دغیر متمرکزو تصفیه خونو سیستم سروې او ډیزاین کړی چې له دې جملې څخه دشپږو وزارتونو او دخپلواکو ادارو دپروژې سندونه په رسمی ډول سپارل شوی دی .

ده دخپلو خبرو په دوام دکابل ښار دفاضلاب دماستر پلان دجوړولو خبرورکړ او زیاته یې کړه، په ډیر لنډ ممکن وخت کې دکابل ښار دفاضلاب دماستر پلان دجوړولو دمطالعاتو عملی کار به چې ددرې اعشاریه څلورو میلیونو ډالرو په ټول لګښت چې دوه اعشاریه څلور ملیونه ډالره یې دالمان هېواد له خوا او یو میلیون ډالر یې دافغانستان دحکومت له لورې  ورکول کېږی، پیل شی .

  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالی او اداری معینې پوهنیارې سیدې مژګان مصطفوی په دغو مراسمو کې خبرې وکړې او ویې ویل چې دا زما لپاره یوه ډیره ستره لاس ته راوړنه ده چې داطلاعاتو اوفرهنګ و زارت ددریو کمیټو غړیتوب لری؛ دژوندانه دچاپیریال  ملی کمیټه دجمهور رییس په حکم، دوزیرانو شورا دژوندانه دچاپیریال کمیټه او داقلیم دبدلون ملی کمیټه . دې څرګنده کړه چې ښایی افغانستان په نړۍ کې  یواځنى هېواد وی  چې پایتخت یې کانالیزاسیون نه لری .

  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له اوبو څخه د معقولې استفادې په خاطر تبلیغاتی  پروګرام ترلاس لاندې نیولى دى چې خلک داوبو دکمښت دناوړو عواقبو خبرشی  او داچې دککړو اوبو کارول خلکو ته کوم مصیبت رامنځته  کوی .

پوهنیارې مصطفوی دغه راز وویل چې دژوندانه دچاپیریال دملی کمیټې له لارې ولایتونوته لیکونه لېږل شوى دى چې دفاضلاب دپروژو سروې او ډیزاین بشپړ کړی .  دې وویل: زموږ کار یواځې دکابل په کچه نه دى، بلکې ټول ولایتونه رانغاړی .

ممکن است شما دوست داشته باشید