روزنامه اصلاح

مشرانو جرګې د وسله ‌والو غلو  او انسان تښتوونکو د ژر نیولو او مجازاتو غوښتنه وکړه

د افغانستان مشرانو جرګې په کابل کې په وسله ‌والو غلاوو، انسان تښتونو او ورانکارو فعالیتونو کې د ښکېلو کسانو د نیولو او مجازاتو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وایی، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت باید د فېسبوکی شعارونو پرځای، د انسان تښتوونکو د نیولو لپاره عملی اقدامات وکړی.

فضل هادی مسلمیار د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې په ناسته کې د سناتورانو تر بحث وروسته وویل، د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته د دغو کسانو بشپړ شهرت معلوم دی او باید ژر تر ژره یې د نیولو عملی اقدامات وکړی.

ده زیاته کړه: “کورنیو چارو وزارت د دې پرځای چې د دغو انسان تښتوونکو او غلو نومونه په فېسبوکونو خپاره کړی، دوی ته یې نوم ځای او هر څه معلوم دی او باید ویې نیسی او قانونی اقدام وکړی، راځئ له شعاره تېر شو، عمل ته باید راشو، دا کسان ولس نشی نیولای، له افشا کولو یې هرکلی کوو، خو کورنیو چارو وزارت باید د نیولو اقدام هم وکړی.”

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت په دې وروسیتو کې د شااوخوا ۲۰۰ داسې کسانو نومونه خپاره کړل چې د دوی په وینا، په کابل کې په وسله والو غلاوو، انسان تښتونو او ورانکارو فعالیتونو کې ښکېل دی.

یاد وزارت ویلی، دا کار یې د دې لپاره کړی چې خلک له دوی سره د غلو په نیولو کې مرسته وکړی.

د سې شنبې د ورځې په عمومی غونډه کې د مشرانو جرګې ډېرو غړو بیا د کورنیو چارو د وزارت دغه ګام وستایه.

خو لکه د محمد حسن هوتک په څېر ځینی نور سناتوران له انتقاد سره د زورواکو او غلو پر وړاندې اقدامات نمایشی ګڼی او وایی چې په تېر کې ډېر ځلې له لنډې مودې وروسته بېرته مجرمین خوشې شوی دی.

نوموړی له کورنیو چارو وزارته وغوښتل چې دا اقدام باید د شعار بڼه ونه لری.

ده وویل: “د کورنیو چارو وزارت دا کار مونږ ستایو، دا د کورنیو چارو د وزیر زړورتیا ده، خو په دې شرط سره چې دا د شعار په بڼه نه وی، عملی یې کړی، مونږ ولېدل چې تېرو وختونو کې همداسې نیمه دولتی چارواکی چې په جرایمو کې یې لاس درلود، ونیول شول، خو له لنډې مودې وروسته د دولتی چارواکو په وسیله بېرته خوشې شول.”

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایی، کورنیو چارو وزارت په دې هڅه کې دی چې یاد کسان ونیسی او قانونی چلند ورسره وشی.

نوموړی وویل، تر دې دمه اووه کسان د پولیسو لاس ته ورغلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، د غلو او د عامه نظم د ګډوډوونکو پر وړاندې د دغې ګام تر څنګ په نېږدې راتلونکی کې، د نیمه دولتی زورواکو لېست هم اعلانوی، تر څو امنیت ته اساسی کار شوی وی.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، د هغو زورواکو پر وړاندې به قانونی اقدامات وکړی چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه عامه نظم اخلالوی.

د مجرمینو او نیمه دولتی زورواکو پر وړاندې د کورنیو چارو وزارت دا ګام له هغې وروسته اخیستل شوی چې دغه وزارت ته ورپېژندل شوی نوی وزیر امرالله صالح لومړی د پولیسو په لیکو کې د جدی اصلاحاتو په اړه پولیسو ته لارښوونې وکړې.

ناجیه ساپۍ

ممکن است شما دوست داشته باشید