روزنامه اصلاح

مشرانو جرګه: له طالب استازو سره د خلیلزاد لیدل یو ښه پیغام دی

د مشرانو جرګې غړی وایی، که امریکا دې نتیجې ته رسېدلې وی چې د افغانستان جګړه ختمه شی، د خلیلزاد سفر یو فرصت دی او نتیجه به یې سوله وی.

سوله هغه هیله ده چې له کلونو راهیسې افغانان ورته په تمه دی او اوس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړی استازی سفرونو او لیدنو، کتنو یې د ټینګښت لپاره خوشبینی زیاته کړې ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادی مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومی غونډه کې وویل، زلمی خلیلزاد چې د افغانستان او سیمې له وضعیت سره بلد دی، نقش به یې د سولې د خبرو په پیلېدو کې اغیز ناک وی، خو د ده په نظر، د دغه بهیر د تحقق لپاره باید جهادی مشران همکاری وکړی.

نوموړی زیاته کړه:

“د خلیلزاد صاحب راتګ، د سولې په پروسه کې یې داخلېدل او پر نوموړی د امریکا د حکومت باور کول، د افغانستان خلک ورته خوشبین دی، ان شاءالله باوری یو چې دغه حرکتونو به حتماً رای راوړی، افغانان یو د بل په خبرو ښه پوهېږی، ښه پیغام دی، خدای دې وکړی چې افغان حکومت هم له دغې موقع نه په ګټې اخیستنې سره، په هرحرکت کې، دوی سره شریک وی او له خلیلزاد نه موهم غوښتنه ده چې د هرحرکت او پر مختګ راپور ولسمشر او د هېواد مشرانو ته ورکړی.”

د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سفرونو سولې ته خلک هیله من کړی او یو شمېر سناتوران وایی، که امریکا وغواړی ممکن له طالبانو سره د سولې د خبرو پیلېدل، یوه ورځ هم ونه نیسی.

خو اوس چې د طالبانو ډله په قطر کې له ښاغلی خلیلزاد سره د خپلو استازو لیده کاته تائیدوی، د مشرانو جرګې رئیس په دې باور دی چې دغه لیده کاته هرو مرو نتیجه لری.

زلمی خلیلزاد شااوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی په توګه وګمارل شو.

دغه افغانی الاصله امریکایی چارواکی هغه څېره ده چې تل یې پر پاکستان د فشارونو پر راوړلو ټینګار کړی دی.

دی پر دغه دنده له ګمارل کېدو وروسته او د خپل لس ورځنی سفر له پیل سره سم کابل ته راغی او له حکومت او طالبانو یې وغوښتل چې د سولې د خبرو اترو لپاره خپل استازی وټاکی.

د مشرانو جرګې غړی ګل احمد عظیمی وایی، د هغو هېوادونو د مداخلو د مخنیوی لپاره چې غواړی افغانستان د جګړې په میدان بدل کړی، د خلیلزاد هڅه ښه فرصت دی او باید ګټه ترې واخیستل شی:

“هیله مند یو دغه اقدامات چې نوی پیل شوی، دې ته لاره جوړه کړی چې افغان دولت او د دولت مخالفین مخامخ سره کینی، د افغانستان جګړه د امریکې او روسیې او د هند او پاکستان او ایران او عربو جګړه ده، دا یوې نړیوالې اجماع ته اړتیا لری.”

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو پوه ودیر صافی وایی، که حکومت ونه کړای شی له دغه فرصته نه ګټه واخلی او دینی عالمان هم ورسره همفکره نه شی، دغه خوځښت به نه یوازې دا چې ګټه ونه لری، بلکې افغانستان به د بحران په لور بوزی.

خان محمد سیند

ممکن است شما دوست داشته باشید