روزنامه اصلاح

مشرانو جرګه: د سولې هر ډول خبرې او پرمختګ باید د افغان حکومت او خلکو نه پټ نه‌وی

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړی او رئیس په‌دې باور دی چې د افغانستان د سولې روانه پروسه چې د امریکا او د سیمی د ځینو هېوادونه په هڅو پر مخ وړل کېږی، هر ډول خبرې او پرمختګ یې باید د افغان حکومت او خلکو نه پټ نه‌وی.

دوی د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۲»د جرګې په عمومی غونډه کې وویل، د افغانستان د سولې پروسه یو حساس پړاو ته رسېدلی او که دقت په‌کې ونه‌شی او د افغانستان ګټې او ارزښتونه په‌کې په پام کې ونه ونیول شی، هېواد به له یوه بل ناورین سره مخ کړی.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلمیار په‌دې اړه د جرګې د یو شمېر غړو له بحثونو وروسته وویل:

پیغام به مو ښکېلو هېوادونو ته دا وی چې د افغانستان د ولس، حکومت او نظام پرته، د سولې اړوند بحث کول او یا تصمیم نیول به د افغانستان لپاره د د یو بل ناورین بحث وی. باید داسې تصمیم ونیول شی، هرڅه چې مخې ته راځی، باید له افغان حکومت سره شریک او حکومت مکلف دی چې په اړه یې له ملت سره مشوره وکړی.”

د مشرانو جرګې ځینو غړیو له دې ډلې ګل احمد اعظمی وویل، کومې خبرې چې د سیمې په کچه د افغانستان د سولې په اړه کېږی، ټولې له خلکو او حتی له افغان حکومته پټې دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د مذاکراتو په اړه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په وروستیو شاوخوا درې میاشتو کې پاکستان، عربی متحد اماراتو، قطر، ازبکستان، تاجکستان او ځینو نورو هېوادونو ته سفر کړی او د یادو هېوادونو له چارواکو سره یې له لیدلو وروسته افغان حکومت ته د خپلو هڅو او پرمختګونو په اړه راپور ورکړی دی.

سربېره پر دې د افغانستان د سولې د عالی شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی تېره اوونۍ پاکستان ته سفر وکړ.

ښاغلی داوودزی په خپل دغه څلور ورځنی سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشی او د هغه هېواد له یو شمېر سیاسی او مذهبی مشرانو سره وکتل.

د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، له ښاغلی داوودزی سره د پاکستانی چارواکو خبرې، هیله بخښوونکې وی.

د دغه شورا د اجرائیوی پلاوی غړی محمد اسماعیل قاسمیار ازادی رادیو ته ویلی:

“ښاغلی داوودزی له خپل سفره راضی دی. دی په‌دې عقیده دی چې د پاکستان د حکومت، سیاست او پوځ ترمنځ د افغانستان د سولې او ثبات اړوند یوه هم‌غږی رامنځته شوې او له سیاسی پلوه عمومی روحیه هم داسې ده چې کولی شی، د افغانستان د سولې په ګټه زمینه برابرولی شی.” ښاغلی قاسمیار وایی، د سولې د مشورتی عالی بورډ جوړېدل، د دې ښکارندویی کوی چې د سولې پروسه له خلکو پټه نه‌ده.

د افغانستان د سولې عالی شورا دا هم وایی چې د پاکستان اوسنی کمزوری اقتصادی وضعیت ته په کتو، هغه هېواد منلې چې د افغانستان سوله د پاکستان د اقتصاد په ګټه ده، له همدې امله غواړی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره هڅې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید