روزنامه اصلاح

مذاکراتو کې دې د ښځو نظر او د افغان مذهبی او قومی لږکیو حقونو ته پام وشی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیل هرکلی کړی او وایی، په دې خبرو کې باید د ښځو نظر او تر خوا یې د مذهبی او قومی لږکیو حقونو ته پام وشی.
دغه وزارت د بین‌الافغانی خبرو د پیل نېټې له اعلان هرکلی کړی او وایی، دا په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې د پای لپاره یو تاریخی فرصت دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لیکل شوی، له یوې اوږدې مودې راهیسې افغانان د جګړې بار په خپل اوږو وړی او سوله‌یې یوه لویه هیله ده.
اعلامیه زیاتوی: “ښکېل لوری یوازې د افغانانو د هدایت سره سم د یوه سیاسی روغې جوړې له لارې، د هغو نظریاتو په پام کې نیولو سره چې د ټولو افغانانو په ځانګړی ډول د ښځو، مذهبی او قومی لږکیو دی، یوې تل‌پاتې سولې ته رسېدای شی.”
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دواړو لورو غوښتی، څو په دې بهیر کې د عمل، یو بل مننې او یو بل ته د تېرېدنې څخه کار واخلی.
په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایی، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به د افغانانو ترمنځ د قطر په دوحه کې د سولې خبرو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړی.
ښاغلی ټرمپ زیاتوی: “ډېر په ویاړ سره اعلانوم چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به د بین‌الافغانی خبرو د پیل لپاره نن په یوه تاریخی سفر دوحې ته ځی. موږ هغوی (طالبانو) سره له ښایسته ډېرې مودې راهیسې په خبرو بوخت یوو.”
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره‌یې د امریکا په استازولۍ هوکړه‌ لاسلیک کړه هم په یوه ټویټ کې لیکلی “د افغانستان تاریخ ښیی چې د قدرت انحصار او په زور پر نورو د خپل نظر منل، په جګړې اوړی او په هېواد کې د بهرنیو لاسوهنو ته زمینه برابروی.”
په ورته وخت کې د افغان حکومت د مرکچی پلاوی یو شمېر غړی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ښځو، مذهبی او قومی لږکیو نظریاتو ته احترام او د ښاغلی خلیلزاد له څرګندونو هرکلی کوی.
د مرکچی پلاوی غړی عبدالحفیظ منصور وایی: “زه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې هرکلی کوم. یقیناً دا غوښتنه زموږ د مرکچی پلاوی له غوښتنو سره یو ډول ده.”
پاکستان هم د سپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیل هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په خپله ټویټرپاڼه لیکلی “پاکستان هیله لری چې دا خبرې اترې به په افغانستان کې د تلپاتې سولې لامل شی.”
پاکستان په دوحه کې د سپټمبر په ۱۲ مه د افغانستان خپلمنځی د تاریخی خبرو اترو د پیل د اعلان هرکلۍ کوی. مونږ امید لرو چې دا خبرې اترې به په افغانستان کې د تلپاتې سولې لامل شی ، کوم چی به دی هیواد ته سوکالی راولی. زمونږ قوی ملاتړ به ددی پروسی سره دوام ولری.
ناټو هم په خپله خپره کړې اعلامیه کې د خبرو له پیل هرکلی کړی او لیکی، دواړه لوری باید له دې تاریخی فرصت ګټه واخلی او هغو لاسته راوړنو ته ورسېږی چې د هغې لپاره‌یې ډېرې قربانۍ ورکړې دی.
د ناټو سرمنشی ینس سټولټنبرګ په خپله ټویټرپاڼه لیکلی “ناټو د افغانستان د تلپاتی امنیت لپاره ژمنتیا لری.”
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ۵ زره طالب زندانیانو د ازادۍ په سر له میاشتو اختلافاتو وروسته، د دې ځنډېدلو خبرو لړۍ رسماً د شنبې په ورځ پرانیستل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید