روزنامه اصلاح

محب: که سوله د نظام ړنګولو پروژه وی په وړاندې به یـې ودریږو

د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار داکتړحمدالله محب، یو ځل بیا د افغان سولې په اړه د امریکا روانو هڅو ته په اشاره ویلی، افغانان باعزته سوله غواړی، خو که چیری د سولې روان بهیر د افغان نظام ړنګولو یوه دسسه وی په وړاندې به یې ودریږی.

نوموړی د پنجشنبې په ورځ د «چنګاښ پر۲۷مه» په پروان ولایت کې یوې غونډې ته وینا کې ویلی چې «د افغانستان د خلکو دښمنان د اوسنی نظام د ړنګولو هڅې کوی.

محب ویلی:”موږ د افغانستان خلک غواړو چې زموږ هېواد ته یو واقعی سوله راشی، باعزته سوله، خو که چیری سوله یوه پروژه وی، او یا یوه دسسه وی چې زموږ نظام ړنګ کړی… د کورنیو جګړو لامل شی، ټوله یې په وړاندې مبارزه کوو.”

د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار ډاډ ورکړ چې افغان حکومت به هیڅ کله د افغانستان خلک د یوې “پروژې” قربانی نه کړی.

هغه همدارنګه وویل:”موږ له خپلو نړیوالو همکارانو مننه کوو، چې زموږ سره په وروستیو کلونو کې همکاری کړې، خو که چیری موږ یو فکر ونه لرو، او که چیری اړتیا پیدا شی چې موږ خپل لاره بېله کړو، دا کار هم کوو، هر شخص او هر هېواد خپلې ګټې په نظر کې نیسی، موږ ته د افغانستان له ګټو څخه پرته هیڅ یوه ګټه لوړه نه ده.”

د افغان حکومت دغه لوړپوړی چارواکی ټینګار وکړ چې پر خپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدل د افغان حکومت لپاره تر بلې « هرې پروژې او پروسې لومړیتوب لری.

ښاغلی محب که څه هم په ښکاره ډول د کوم چا نه یاد نه کړ، خو ویې ویل چې یو شمېر کړۍ هڅه کوی، د افغان حکومت په سر معامله وکړی او په راتلونکی کې داسې یو حکومت رامنځته کړی چې مشروعیت یې د څو کسانو څخه تر لاسه کړی.

حمدالله محب تر دې هم مخکې د افغان سولې په اړه د امریکا د روانو هڅو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلی و چې افغان حکومت له دغه بهیر څخه پوره خبرتیا نه لری.

هغه څو میاشتې مخکې په واشنګټن کې په یوه مطبوعاتی کنفرانس کې د سولې په روان بهیر کې د زلمی خلیلزاد پر رول په تندو انتقادونو سره وویل، چې نوموړی په دغه پروسه کې شخصی ګټې پالی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د ښاغلی محب د څرګندونو په رد سره وویل، چې د سولې بهیر ټول جریان له افغان حکومت سره شریک کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید