روزنامه اصلاح

محب: د نشه یی موادو جرمی اقتصاد د افغان جګړې اصلی عامل دی

د افغانستان د ملی امنیت مشاور امن او سولې ته د رسېدو لپاره د نوی افغان حکومت لومړیتوب دا بولی هغه مافیایی ډلې وځپی چې د افغانستان له خاورې څخه د نشه یی موادو د قاچاق لپاره کار اخلی. د افغانستان د ملی امنیت مشاور وایی چې د افغانستان جګړه ګڼ شمېر کورنی او بهرنی عوامل لری چې د نشه یی موادو جرمی اقتصاد یې اصلی عامل دی. حمدالله محب چې د نیویارک د ایشیا سوسایټی په تحقیقاتی انسټیټیوټ کې یې خبرې کولې، وویل چې د افغانستان په جګړه کې بېلا بېلې کورنۍ او بهرنۍ ډلې ونډه لری چې مالی سرچینه یې نشه یی مواد دی. ښاغلی محب زیاتوی چې امن او سوله هغه مهال امکان لری چې د نشه یی موادو مافیایی ډلې وځپل شی.

ده وویل: د دې جګړې اقتصادی اړخ ډېر مهم دی، لکه څنګه چې تاسې هم پوهېږئ، له نشه یی موادو څخه لاس ته راغلې پیسې د دې جګړې اصلی عامل دی، له دې جرمی اقتصاد سره مبارزه به د راتلونکی حکومت له لومړیتوبونو څخه وی، له سولې څخه زموږ هدف دا دی چې د افغانستان ټولې سیمې له جرمی ډلو څخه پاکې کړو، موږ به دا هېواد له هغو ډلو څخه هم پاک کړو چې افغانستان د نشه یی موادو په نړیوال مرکز بدلوی.

د افغان دولت او نشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې نړیوالې ادارې د ګډ راپور پر اساس په افغانستان کې د نشه یی موادو له لارې هر کال څه د پاسه شپږ میلیارده امریکایی ډالر تر لاسه کېږی، له دې پیسو څخه یوازې یو میلیارد یې افغان بزګرو او کارګرو ته رسېږی او پاتې ټولې پیسې د جنګی او ترهګرو ډلو جېبونو ته لوېږی.

افغان دولت په دې وروستیو وختونو کې له امریکا متحده ایالتونو څخه غوښتی چې له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال دې له دې ډلې څخه وغواړی چې د نشه یی موادو د کښت، قاچاق او تولید په اړه هم خپل دریځ روښانه کړی.

د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې او سیاسی کارپوهه رڼا ترین په دې باور ده چې د نشه یی موادو له قاچاق کوونکو سره د مبارزې تر ټولو ګټوره او موثره لاره د قانون عملی کول دی.

افغان دولت په داسې حال کې د نشه یی موادو د قاچاق کوونکو د ځپلو او طالبانو د مالی سرچینو پر وچولو ټینګار کوی چې د نشه یی موادو پر کارخانو باندې د بهرنیو ځواکونو هوایی بریدونه له لسو میاشتو راهیسې درېدلی، خو افغان ځواکونو په یوازې ځان په کابل، فراه، ننګرهار، لوګر او پکتیا ولایتونو کې یو شمېر ورته بریدونه کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید