روزنامه اصلاح

متخصصان: د عینکو د مسو کان تر ځمکې لاندې وسـپړل شی او په دې ساحه کې ټول تاریخی آثار خوندی شی

د عینکو د مسو کان د لرغونو ساحو د ساتنې او پراختیا د نړیوال سپموزیم د کار د پایلو رپوټ برابر او د هېواد جمهور رییس ته د وړاندې کولو لپاره چمتو شو.

د باختر آژانس خبریال دخبرله مخې: متخصصانو د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټرولیم وزارتونو د سرپرستانو حسینې ساپۍ او نرګس نهان په شتون وړاندیز وکړ چې د عینکو دمسو کان ترځمکې لاندې وسپړل شی او د عینکو د ساحې لرغونی آثار په سیمه کې خوندی شی.

هغوى د سمپوزیم د دوه ورځی کار دپایلو په اړوند معلومات ورکړل او دا لاره یې د افغانستان په ګټه وبلله او څرګنده یې کړه چې وروستی تصمیم نیونه د افغانستان دولت په لاس کې ده .

دغه راز په دغه سمپوزیم کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوری او د جمهوری ریاست سلاکار  انجنیر محمد یوسف پښتون هم حاضر وو؛ د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټرولیم  سرپرستانو له هغو کورنیو او بهرنیو متخصصانو څخه چې د سمپوزیم په دوه ورځنی کارکې یې هلې ځلې وکړې او ښې او تخصصی پایلې یې پیشنهاد کړې، مننه وکړه.

هغوى تاریخی آثار او د عینکو د مسو کان ملی پانګه وبلله او ټینګار یې وکړ چې تاریخی آثار چې دهېواد د هویت او اعتبار ښکارندوی دی؛ باید وساتل شی او هم د مسو کان چې ملی شتمنی ده؛ باید وسپړل شی او د متخصصانو پیشنهاد یې ارزښتناک وباله.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټرولیم سرپرستانو څرګنده کړه چې د دغه سمپوزیم دکار پایلې، د بهرنیو متخصصانو پیشنهاد او د دغو وزارتونو طرحې به د تایید او وروستۍ فیصلې په خاطر د هېواد جمهوررییس محمد اشرف غنی ته وړاندې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید