روزنامه اصلاح

مایک پامپیو: له طالبانو سره په خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د افغانستان د سولې په پروسه کې د زیات پرمختګ یادونه وکړه.

امریکا اوس تر بل هر وخت د افغانستان د سولې د پروسې د بریالی کېدو لپاره هیله منده ښکاری.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دوشنبې په ورځ د واشنګتن په اقتصادی کلب کې یوه بحث ته غږېده او ویې ویل چې له طالبانو سره په خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی.

ده وویل:” رښتینی پرمختګ شوی. زه نه غواړم چې یو مهالوېش وټاکم، خو زه هیله مند یم، موږ یوازې له طالبانو سره نه غږېږو، بلکې په حقیقت کې له ټولو افغانانو سره خبرې کوو… خلیلزاد په افغانستان کې له ټولو سره لیدلی، وروستی وار چې زه خپله هلته وم، له بېلابېلو موسسو، د ښځو له ډلو او د افغانستان د ټولو پاړکیو له خلکو سره مې خبرې وکړې، موږ غواړو چې هغوی هېواد خپل کړی، موږ غواړو د کال لسګونه میلیونه ډالره مصارف او د امریکا لپاره ستاسو د جنګیالیو زامنو او لمسیانو ژوند ته متوجې لوی خطر کم کړو، موږ فکر کوو چې د تاوتریخوالی د کمښت لپاره یوه لاره شته.”

امریکا د افغان سولې لپاره له تېر کاله زلمی خلیلزاد د خپل خاص استازی په توګه ټاکلی او هغه هم همدا اوس په دې لړ کې په خپل اتم سفر بوخت دی.

ښاغلی خلیلزاد له یوې اوونۍ راهیسې په کابل کې او وروستی وار یې دوشنبه ماښام په ارګ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر اشرف غنی سره لیدلی.

د ارګ د بیان له مخې، دواړو لوریو د سولې د وروستیو پرمختګونو، روانو هڅو او د سولې د خبرو لپاره د حکومت په چمتووالی بحث وکړ.

خلیلزاد د افغان سولې د راتلونکی مراحلو په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

په دې سفر کې ښاغلی خلیلزاد مخکې څو واره له طالبانو سره د سولې د خبرو په خاطر د یوه افغان مذاکره کوونکی ټیم په جوړولو ټینګار کړی دی.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وایی چې د مرکچی ټیم په تشکیل باندې کار روان دی.

دا خبره د یاد وزارت د سټراټیژیکو اړیکو مشرې ناجیې انوری د دوشنبې په ماښام ازادی راډیو ته وکړه.

دې زیاته کړه: د مذاکره کوونکی ټیم د انتخاب په سر کار روان دی او تر اوسه نهایی شوی نه دی، ډېره هڅه کېږی چې د خلکو په انتخاب کې لازم دقت موجود وی، د افغانستان دولت د دې موضوع لپاره د اجماع په خاطر له خلکو او بېلابېلو لوریو سره خبرې روانې کړی.

د سولې په تړاو د افغانستان د حکومت او طالبانو رسمی خبرې تر اوسه نه دی شوی، خو ځینو حکومتی چارواکو مخکې د نورو افغان سیاستوالو په ملتیا له طالبانو سره په مشورتی بحثونو کې ګډون کړی دی.

د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ په خپل ټوېټر لیکلی وو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش له اعلان وروسته به د افغان حکومت په شمول چې یو سیاسی لوری به وی، له ټولو خواو سره بین الافغانی خبرې پیلوی.

هغه ازادی راډیو ته په یوه پیغام کې ویلی چې د اګست په لومړۍ اوونۍ کې به له امریکایی پلاوی سره د خبرو د اجنډا د وروستۍ برخې برخلیک معلومېږی.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د اوو مخکنیو دورو خبرو لومړنی پړاوونه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او له افغان خاورې د ترورېزم د نه استفادې پر بحثونو څرخېدل.

امریکا وایی، له طالبانو سره په خبرو کې دوی ته په پاسنیو دوو برخو سربېره د بین الافغانی مذاکراتو پیل، دایمی اوربند او د سولې تړون هم مهم دی او تر هغو چې په دې ټولو مواردو موافقه نه وی شوی، په هېڅ شی موافقه نه کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید