روزنامه اصلاح

مالیې وزارت: ملی عواید ۱۰میلیارده افغانۍ زیات شوی

د افغانستان د مالیې وزارت وایی، د روان ۱۳۹۸مالی کال له پیل څخه یې تر دا مهاله له ملی عوایدو څخه ۱۶۰میلیارده افغانۍ راټولې کړی، چې د تېر کال همدې مودې ته پکې ۱۰ میلیارډه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

دغه وزارت وایی، چې تېر کال په همدې موده کې له ملی عوایدو څخه ۱۵۰ میلیارډه افغانۍ راټولې شوی وې.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدی امریکا غږ ته ویلې، چې د یادو پیسو له جملې نه یې ۶۶میلیارډه افغانۍ له ګمرکاتو او پاتې ۹۴میلیارډه یې له مالیاتی او غیر مالیاتی سرچینو څخه راټولې شوی دی.

هغه وویل:”تر نن پوری ۱۶۰ میلیاره افغانۍ را ټولې شوی، دا د تیر کال همدا وخت په پرتله ۱۰ میلیارده زیاتې دی، له دې څخه ۶۶ میلیارده یې د ګمرکاتو، او ۹۴ میلیارده د مالیاتی او غیر مالیاتی سرچینو څخه راټولې شوی.”

د افغانستان د روان مالی کال ختمېدو ته ۴۵ ورځې پاتې دی، چې د نوموړی په وینا هڅه کېږی، په دغه موده کې د بودجې د ملی سند هدف هم پوره کړای شی.

نوموړی همدارنګه زیاته کړه، چې تر دا مهاله د روان مالی کال ۶۲سلنه بودجه هم مصرف شوې ده.

نوموړی د عوایدو د زیاتوالی لامل له فساد سره مبارزه، د مالیې وزارت، والیانو او خصوصی سکټور ترمنځ همغږی یاده کړل.

هغه وویل:”تر ټولو ښه عامل یې دادی، چې موږ له زورواکو او فساد سره مبارزه ډېره جدی نیولې ده، په ګمرکاتو کې مو ډېر سخت اقدامات کړی دی، مفسدې کړۍ د ملی امنیت، څارنوالۍ او مالیې وزارت لخوا ژر تر ژره پیژندل کېږی او نیول کېږی.”

د افغانستان د مالیې وزارت د ویاند د معلوماتو له‌مخې تېر کال ۱۸۹ میلیارډه افغانۍ راټولې شوی وې، چې د نوموړی په وینا روان مالی کال هڅه کېږی، چې دغه کچه تر ۲سوه میلیارډه لوړه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید