روزنامه اصلاح

مالیې وزارت دې د راتلونکی کال بودجه کې د موسی قلعه برېښنا بند او د هلمند نهر سراج کانال ته لومړیتوب ورکړی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غنی په مشرۍ د اقتصادی عالی شورا غونډې ۵۱ سوداګریزونو شرکتونو ته د ځمکو پر وېش، د کجکی بند د دویم فاز پروژې د ارزونې او کوچنیو متشبثینو ته د هڅونکې بستې پر جزئیاتو نن له غرمې مخکې په ارګ کې بحث وکړ.
لومړی د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نثار احمد غوریانی ۵۱ سوداګریزو شرکتونو ته په صنعتی پارکونوکې د ځمکو د وېش جزئیاتو وړاندې کولو پرمهال وویل، دغه شرکتونه به شاوخوا ۵۲٫۵۸۴ میلیون ډالر پانګونه وکړی.
جمهوررئیس غنی د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته ۵۱ شرکتونو ته په صنعتی پارکونو کې د ځمکو وېش په پرنسیپ کې تائید کړ او د ښار جوړولو او ځمکو، د صنعت او سوداګرۍ او د کرنې وزارتونه او د پانګونې اسانتیا واحد یې موظف کړل چې پانګوالو ته د ځمکو د وېش څرنګوالی په هر اړخیز ډول وارزوی.
ورپسې د اوبو چارو د تنظیم ملی ادارې رئیس خان محمد تکل د کجکی بند د دویم فاز پروژې د وضعیت راپور وړاندې کړ وې ویل،تر اوسه د دې پروژې شل سلنه عملی او د تفصیلی پروژې د ډیزاین ۶۵ سلنه چارې ترسره شوی.
جمهوررئیس د هغوی د نظریاتو تر اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې یو بې طرفه پلاوی دې د کجکی د برېښنا بند د دویم فاز پروژې د تخنیکی ډیزاین ارزونه وکړی، همداراز د جمهوری ریاست عالی مقام ارشد مشاوریت ته یې دنده وسپارله چې په دې برخه کې د اسنادو سوابقو ته په پام د نړیوال بانک د شرایطو په اړه له بین المللی سلاکارانو څخه هم مشوره واخلی او راپور یې د اقتصادی عالی شورا راتلونکې غونډې ته وړاندې کړی.
همداراز جمهوررئیس د اوبو چارو د تنظیم ملی اداره موظفه کړه چې د موسی قلعه او د هلمند د نهرسراج کانال په اړه خپل بنسټیز مطالعات ترسره او مالیې وزارت دې له دې ادارې سره په همغږۍ د راتلونکی کال په بودجه کې د موسی قلعه برېښنا بند او د هلمند ولایت نهر سراج کانال ته لومړیتوب ورکړی.
د اجنډا مطابق د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدی د شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د کوچنیو متشبثینو د پیاوړتیا لپاره د هڅونکې بستې جزیات ورکړل وې ویل، دې بسته کې مالی او پولی ملاتړ او تشکیلاتی اصلاحات شامل دی چې د ټاکل شویو میکانېزمونو پر اساس به عملی شی.
جمهوررئیس غنی د کوچنیو متشبثینو د هڅونې او پیاوړتیا طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه او د افغانستان بانک ته یې دنده وسپارله چې کوچنیو متشبثینو ته د هڅونې لپاره عملی میکانېزم او طرزالعمل ترتیب او عملی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید