روزنامه اصلاح

مالیی وزارت: د ځینو جګپوړو افغان چارواکو معاشونه کم شوی

د افغانستان مالیی وزارت اعلان کړی چې د لومړی ځل لپاره یی د معاشونو د مدیریت د پالیسۍ له مخې د ځینو لوړ پوړو چارواکو معاشونه کم او د ټیټ پوړو مامورینو معاشونه زیات کړی دی.

وزارت مسوولین وایی، د دغې پالیسۍ له مخې د وزیر، مرستیالانو، ریسانو او نږدې ۸۰۰ قراردادیانو په معاشونو کې د کموالی له کبله ۳۰۰ ملیونه افغانۍ سپما هم شوې ده.

افغان حکومت د دغې پالیسی موخه د ملکی خدمتونو د کارکونکو د معاشونو برابرول، د موازی سیستمونو له منځه وړل او دولتی ادارو ته مسلکی کسانو موندل بللې دی چې په وینا یی تر دریو کالونو پورې به په ټولو ادارو کې پلی شی.

د مالیی وزارت چارواکی وایی، د دولتی کارکونکو د حقونو او امتیازاتو پالیسی، د لوړو معاشونو له کبله چې د افغانستان مالی ثبات ګواښی پلی کوی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دا پالیسی د مساواتو د ټینګښت، قراردادی کارکونکو د کمښت، د بیوزلۍ له خط څخه د ټیټ رتبه کارکوونکو وتل او د بهرنیو مرستو د کمېدو په صورت کې د مالی ثباب د تنظیم په خاطر جوړه شوې چې پیل یې د مالیی له وزارت څخه شوی دی.

د مالیی وزارت د معلوماتو له مخې د پالیسۍ له پلی کېدو سره به د امتیازاتو د انډول تر څنګ د کار ثبات هم رامنځته شی.

د وزارت ویاند شمروز خان مسجدی بی بی سی ته ویلی، چې د ټول دولت په کچه د دغې پالیسۍ پلی کول دری کاله وخت نیسی چې ورسره به مسلکی او غیر مسلکی ملکی کارکونکی مشخص، خو قرار دادی کارکونکی به د صفر کچې ته راټیټ شی.

دی وایی، یوازې د مالیی په وزارت کې اته سوه قراردادی کارکونکی دی چې تر دې دمه نیمایی یی د افغانستان له مالی نظام سره برابر کړی دی.

په افغانستان کې دولتی کارکونکو ته تر ډېره یو شان نه بلکې لوړ او ټیټ امتیازونه او حقوق ورکول کېږی چې د پام وړ دغه توپیر وخت نا وخت د کارکونکو نیوکې هم راپارولی دی.

خو د مالیی وزارت وایی د معاشونو مدیریت د پالیسۍ له پلی کېدو سره به په ټولو دولتی ادارو کې د کارکونکو عاید عادلانه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید