روزنامه اصلاح

ماشوم ته د مور د شېدو ورکول، اسلامی او اخلاقی مکلفیت دی

د علمی تحقیقاتو او څېړنو په پایلو کې د مور شېدی د کوچنی(ماشوم اولاد) له پاره اړین او ضروری دی. چې همدا موضوع هم په عام عرف کې او هم په علمی سیاسی، تحقیقاتی او کیمیاوی فزیولوژیکی څېړنوکې ثابته شوېده، چې هر ماشوم د پېدایښت له نیټې څخه تر ۶ میاشتو او بیا تر یوه کاله پوری به خامخا د مور شیدی خوری او دا د مور اخلاقی دنده ده، او هم د مورنی محبت او مهربانی او لوړو عواطفو له مخې خپل ماشوم ته خپلی شیدی ورکړل او نه ورکول او یا سپمول یې یو عذاب ګڼل کېږی.
ښه خبره دا ده، چی ماشوم ته تر دوه کالونو پورې شیدی ورکړی شی او همدا موضوع په اسلامی سپیڅلو نصوصو او روایاتو کې هم ذکر شوی ده.
د بېلګی په توګه د قرآنکریم د بقره په مبارکی سورې کې په ۲۳۳ مبارک آیت کې راغلی دی.
ژباړه: او میندې باید خپلو اولادونو ته په بشپړه توګه تر دوه کالونو پورې شیدی ورکړی. دغه حکم د هغه له پاره دی چې وغواړی د شیدی ورکولو پړاو(دوره) تکمیله کړی.
او د هغه چا له پاره چې ماشوم یې په کورکې پیدا شوی دی یعنې پلار ته اړینه ده، چې خوراک، پوښاک د ماشوم مورته په ښه توګه، کوم چې ماشوم ته شیدی ورکوی چمتو کړی. حتا که د ماشوم مور یعنې د دی پلار میرمنې طلاق هم اخیستی وی، تامین کړی.
د مور د شېدو ګټی: کومی شیدی چې د ماشوم د پیدایښت له ګړۍ څخه تر ۳-۴ ورځو پورې د مور له تی (پستان) څخه راوزی، که هغه ماشوم وخوری نو د ماشوم له پاره خورا ګټه لری او د واکسین په مانا دی.
مور خپل ماشوم ته د شیدو ورکړه د مهربانۍ او مینې له مخې وی او په آرامو اعصابو او محبت سره تر سره شی، ترڅو ماشوم (کوچنی) ورڅخه ګټه واخلی، دا ټول د ماشوم و روانی، روحی سوکالۍ لامل ګرځی.
د ماشوم جسم د مور له بدن سره په کافی تودوخی سره د ماشوم د خوښۍ لامل ګرځی او په راتلونکی روزنې کی ښه اغیزښندی، د مور شیدی، د مصنوعی شیدو او شیر چوشک په پرتله سل ځلی بهتر او ښه دی، شیرچوشک د باکتریا ا و د معدی د ناروغیو لامل ګرځی او ماشوم له مورنی محبت بې برخې کیږی او بالاخره عصبانی شخص ورڅخه جوړیږی او دا د کورنی او ټولنی په زیان ده.
د مور له شیدو څخه ګټه اخیستل د ټولو ناروغیو څخه مخنیوی کوی او د مکروب د مخنیوی لامل ګرځی او ماشوم روغ رمټ او خوښ غټیږی او د ذهن، استعداد او عقل د زیاتوالی سبب یې ګرځی نو له همدی لامل ده، چې ویل کیږی (جنت د مور تر قدمونو لاندې دی). ځکه چې د ماشوم د ژوند وده او روزنه د مور په شیدوکی نغښتې ده.
په علمی ساینسی او عرفی توګه شیدی د ماشوم په غټوالی پیاوړتیا او ځواکمنۍ کی مهم عنصر ګڼل شوی دی او شیدی د بشپړی (مکملې) غذا په نوم شهرت لری او د کلسیم چې د هډولو په جوړولو او پیاوړی کولو کی اغیز لری او هم د غړیو په پلن والې کې تاثیر لری. په هغه کتاب کې چې (مخزن المفردات) نومیږی ویل شوی دی چې شیدی مرکب القوی او سهل الهضم او مقوی دی. د (مور) شیدی او له هغه څخه رادیخوا د غوا شیدی دی. کوم چې د کوچنیانو او لویانو بدن ته قوت وربښی او هم د وزې شیدې د لویانو له پاره کوم چې کمزوری اعصاب لری او یا د جذام په ناروغۍ اخته وی ورکول کیږی. د میښې شیدی خورا ټینګی (غلیظی) دی او غوړلری که وخوړل شی نو په ګېده کی باد(نفاخت) پیدا کوی. ښایی او به په کې واچول شی، په همدی ډول داوښې او آسپې شیدې چې خورا قوی او مغزی دی هم لویانو ته ورکول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید