روزنامه اصلاح

لومړۍ مېرمن: هیڅ ځواک د افغانستان د ښځو د پرمختګ مخه نشی نیولی

د هیواد لومړۍ مېرمنې، بی بی ګل غنی دې ته په ټینګار سره چې نور هغه وخت پای ته رسېدلی چې په رسنیو کې د ښځو غږ غلی شی، وویل هیڅ ځواک د ښځو د پرمختګ مخه نشی نیولی.

لومړۍ مېرمن چې د پنجشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رامنځته کېدو د دوهمې کلیزې په تړاو جوړې شوې ناستې ته خبرې کولې، ښځو ته د مارچ د اتمې نېټې د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه، چې حکومت د ښځو له حقونو څخه په کلکه ملاتړ کوی او د سولې په خبرو اترو کې د هغوی رول او ځای ځایګی په پام کې نیول شوی دی.

نوموړې ټینګار وکړ، چې هغه سوله به ونه شی چې د خبرو اترو په میز کې یې ښځې ګډون ونلری.

مېرمن غنی د بیان آزادی د افغانستان له مهمو لاسته راوړنو څخه وګڼله او ویې ویل، چې اوس مهال د ښځو غږ د بل هر وخت په پرتله لوړ دی.

هغې دې ته په اشارې سره چې په رسنیو کې د ښځنیه خبریالانو شتون د بیان آزای لا ښکلې کړې، له ښځینه خبریالانو څخه غوښتنه وکړه چې هڅه وکړی تر څو خپل علمی او کاری وړتیا زیاته کړی.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سرپرستې، حسینې ساپۍ په دې ناسته کې ښځینه خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې حکومت د ټولو خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو تر شا ولاړ دی.

نوموړې د رسنیو له مالکینو څخه غوښتنه وکړه، چې د ښځینه خبریالانو امتیازات له نارینه خبریالانو سره یو شان په پام کې ونیسی او د هغوی د کاری چاپیریال امنیت او کاری امکاناتو ته پاملرنه وکړی.

میرمن ساپۍ، له ښځو په ځانګړې توګه له ښځینه ژورنالیستانو وغوښتل چې، له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې د خپل رول اوځای ځایګی په اړه اندېښنه ونه لری.

هغې د سولې د مذاکراتی ټیم له آدرسه ښځوته ډاډ ورکړچې، دښځواندېښنې به د سولې د خبرواترو په بهیر او د مذاکراتو پرمیز تر بحث او غور لاندې ونیول شی.

د افغانستان او ایران لپاره د بې پولې خبریالانومسؤول رضا معینی په افغانستان کې د بیان آزادی د سیمې د هیوادونو په پرتله مخکښه وګڼل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې، د بیان د آزادۍ او رسنیو پر وړاندې چې کوم ګواښونه شتون لری باید جدی و ګڼل شی.

د ښځینه ژورنالیستانو د ملاتړ د مرکز مشرې او د دغه مرکز د دوهمې کلیزې د لمانځ غونډې مسئولې، فریدې نیکزاد د رسنیو له مالکینو وغوښتل، چې د ښځینه ژورنالیستانو لپاره د بشری سرچینو او جندر پالیسی په پام کې ونیسی.

هغې د ښځینه ژورنالیستانو د ملاتړ د مرکز د جوړېدو هدف د ښځینه ژورنالیستانو، د بیان آزادۍ، د هغوی د مسلکی ظرفیت پیاوړتیا او د دموکراسۍ له ارزښتونو څخه دفاع په ګوته کړه.

د ښځینه ژورنالیستو د ملاتړ د مرکز د جوړیدو د دوهمې کلیزې په لمانځ غونډه کې د خبریالۍ په برخه کې څو تنو مطرحو ښځو ته ستاینلیکونه او تحفې هم وویشل شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید