روزنامه اصلاح

لومړۍ مېرمن: دسوله ییزې راتلونکې لپاره د ځوانانو هڅې د ستایلو وړ دی

  د هېواد لومړۍ مېرمن بی بی ګل غنی د هېواد له ځوانانو څخه چې د ښې او سوله ییزې راتلوونکې لپاره هلې ځلې کوی، ستاینه وکړه.

د هېواد لومړۍ مېرمن په هغه ناسته کې چې د “سولې خبرې اترې” تر سرلیک لاندې د روشنا ټولنیز بنسټ په نوښت، د ځوانانو له لوری د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ سوله د بشر اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ هر څوک حق لری چې په سوله کې ژوند وکړی.

لومړۍ میرمن وویل: نه یوازې ځوانان بلکې اړتیا ده چې ټول افغانان د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلی. هغې دې ته په ټینګار سره چې افغانستان نور تېر دور ته نه ورګرځی زیاته کړه، موږ سوله په هر قېمت نه غواړو.

لومړۍ مېرمن وویل: ولسواک نظام، اساسی قانون او د هېواد لاسته راوړنې باید وساتل شی.

پدې غونډه کې د سولې عالی شورا مرستیال، عطا ‌الرحمن سلیم وویل، دولت په ځانګړې توګه د سولې عالی شورا له قید او شرط پرته له وسله والو مخالفینو سره خبرو ته چمتو ده.

هغه زیاته کړه د سولې د پروسې په اړه هیلې زیاتې شوې او د سولې عالی شورا یې د یو فرصت په توګه هرکلی کوی.

د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال، ایوب اصیل، تلپاتې سولې ته رسېدل د بشری ټولنو په ځانګړی توګه د افغانستان اصلی غوښتنه وبلله؛ خو ټینګار یې وکړ چې هېڅ ډول سوله به د بشری حقونو له رعایت پرته ټینګه نه شی او هغه سوله چې په عدالت ولاړه نه وی، دوام یې ناشونی دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال، محمد اجمل شاه پور، په ټولنه کې د ځوانانو پراخ شتون ته په پاملرنې سره د سولې په بهیر کې د هغوی رول مهم وباله او هیله یې وښوده چې دا ډول ناستې ټول هېواد ته وغځېږی.

هغه وویل با تدبیره سوله هغه ده چې د اتلسو کلونو لاسته راوړنې، د رسنیو او بیان آزادۍ ته پکې درناوی وشی.

د سولې او روغې جوړې په درې ورځینو خبرو اترو کې څه باندې ۳۰۰ ځوانانو ګډون کړی و او په پنځو کمېټو کې چې د ښځو او ماشومانو د ټولنیزو حقونو ساتنې، د ملی یووالی او سپورټ، د چاپیریال ساتنې برخه کې د سولې د رول، د آرامتیا او پوهې، د سولې په ټینګېدو کې د هنر او رسنیو کمېټو اړوند یې بحث او د نظر تبادله وکړه او په آخر کې یې پریکړه لیک صادر کړ.

ځوانانو د سولې خبرې اترې تر سرلیک لاندې جوړه شوې ناسته کې ۲۱ ماده ییز پرېکړه لیک صادر کړ چې د سولې په بهیر کې یې د ښځو په ونډې، د اساسی قانون په رڼا کې د ښځو د حقونو ساتنه، او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوی د قانون ملاتړ وکړ.

دغه راز ځوانانو په دې پرېکړه لیک کې د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو ساتنې ته په ټینګار سره وویل، چې د سولې خبرې باید د افغانانو تر منځ او د افغانانو په کور کې تر سره شی. سوله د افغانستان د دولت له لمړیتوبونو څخه ده او د سولې خبرو اترو ته یې اړینه زمینه مساعده کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید