روزنامه اصلاح

لومړنی مطبوعاتی (چاپی ابزار) او افغان شخصیتونه

څرنګه چې قلم (لیکاڼی) چاپ او نشر او د وګړو اندونه- ژورنالیزم، ورځپاڼی او لیکوالان یې د ټولنې په بېدارۍ کې ډیر مهم رول لری، نوځکه د طباعتی لومړی (ابزارو) او شخصیتونو (کاشفینو) په اړه او بیا د څو تنو افغان شخصیتونو په اړه لنډه تحقیقی، مسلکی او علمی کتنه لرو په لاندې توګه:

الیوس زینفلدر، دغه سړی په حقیقت کی د لیتوګرافۍ (د چاپ د لومړنی توکو (یا دستګاه ګانو) مخترع دی، خو په مطبوعاتو کې چندان بحث نه پری کیږی، په همدې موضوع د افغانستان علومو اکاډیمۍ د ژورنالیزم او د مطبوعاتو سکتور او ۱۰ نورو مواردو څخه په ګټې سره لاندی توکې وړاندې کوو.

الیوس، دوه هیلې درلودې (حقوق پوه شی او په طباعت وپوهیږی)، خو پلاریې (مامور) ؤ په بی کسی او بی وزلی کی ومړ، د ده حالات نور هم خراب شول خو سعی یې کوله چې د خپلې مور په هڅونی سره یو سم کار وکړی، هغه له تېږی (ډبری) څخه د توږلو (صیقل) کولو له مخی ځنې توری د قلم د سیاهی پواسطه پرټو ټې لیکی وایستې بیا یی بل ځل تیږه حکاکی کړه او پرمخ یی لیکنی وکړی، بریالی شو او بیایی پر تیږی رنګ وموږه او پر کاغذیې کیښود، چې مطلوبه نتیجه یې درلوده، په دې توګه دی نادار بې وزلی ځلمی د لیتوګرافی د چاپ په صنعت کې د مهم لاسی ماشین بنسټ کیښود.

۲- یوهانس جان ګوتنبرګ:

په ۱۴۰۰ میلادی یعنی ۷۷۹ ش کې په ماینس کې زیږیدلى او په ۸۴۷ هـ ش یعنی ۱۴۶۸ ع کی ومړ.

هغه پل اصل کی د پخوانی روم له اشرافو (پاتریس) له نژاد څخه ؤ. لومړی ځل یی په شتراسبورګ کی ژوند کاوه او د هندارو د پلورلوهټی یې درلوده، هغه لومړی د چاپ صنعت (د مطبوعاتی ابزارو) او نورو مواردو په اړه د (نړی مهم انکشافات او اختراعاتو) په نوم هم یو کتاب ولیکه، او هم یی د چاپ (طبع) په اړه د متحرکو ټکو (حروفو) په هکله یوه رساله هم ولیکه او تجربې یې پلې کړلې. وروسته یی له لرګی څخه د چاپ وسایل جوړ کړل سرپ یی ویلی کول او د حروفو شکل به یې په ماشین کی راوړل او بیا به یی استعمالول او پر تور رنګ به یی ککړل او پر یوه صفحه به یی پری فشار ورکړاو انځور به یی پاتی شو.

دکتور باور او وهاج لیکی چې د چاپ صنعت لومړنی لاستون (دستګاه) د ګوتنبرګ په واسطه اختراع شوه او یو تخنیکی فکری انقلاب یی منځته راوست، خو داهم یو بی وسه او ناچار سړی ؤ یو تن زرګر چی فوست شولډن نومیده له ده سره یې مرسته وکړه او له لوږې او بی وزلی څخه خلاص شو، خو لوی بشری چوپړیې ترسره کړ، بالاخره په پوره خوارۍ کی په ۱۴۶۸ کی ومړ.

افغان شخصیتونه او قلمی (لیکاڼی) چوپړونه د وګړو بیدارۍ، اخبارونه، سفرونه او د هغوۍ لوړ نومونه او کارکړنی یې:

علامه سیدجمال الدین افغان: ارواښاد سیدجمال الدین افغان په ۱۲۱۷ هـ ش کی د ښکلی کونړ په اسعدآباد کی د سید صفدر په کهاله کې پیدا شوی دی سید نه یوازې د اسلامی غورځنګ او د پان اسلامیزم یا اسلامی وحدت غوښتونکی او لیډر ؤ، هغه د مصر هېواد د ژورنالیزم اساس هم ایښی دی. سید لومړی ځل Abu Nazaroq جریده هم هلته تاسیس کړه، چی مسوول مدیریی Ya qubsano چی یو یهودی پوه ؤ، وروسته یې د (التجاره) اخبار او بیایی په هندوستان کی (مراه الشرق یا د ختیځ هنداره) په اسکندره (مصری لوی ښار کی یې) د مصر الفتاب په عربی او فرانسوی ژبو بیایی د مجلس وطنی ټولنې (انجمن) جوړ. همدا ډول په مدینه منوره کې یی ( ام القراء) په ۱۲۴۷ هـ ش کی یی د (کابل جریده) د استعمار پر ضد او د امیر شیرعلی خان په عهده کی یی شمس النهار اخبار په ۱۲۹۰ د شعبان په ۱۵ مه په کابل کی خپور کړ چی په نړۍ او افغانستان کې د مطبوعاتو او ژورنالیزم او روڼ اندی ډګرونو کی لوی چوپړونه هم تر سره کړیدی.

مرزا عبدالعلی: دغه سړی د ژورنالیزم (مطبوعاتو) د زړی (هستی) زرغونولوکی خورا ارزښتناک خدمتونه وکړل.

مولوی عبدالروف خان: مولوی عبدالروف خان قندهاری متخلص خاکی د افغانستان له پاره د ژورنالیزم د ډګر ډیر مهم شخصیت دی او د مطبوعاتو په تاسیس کی یی په څرګنده ونډه درلوده د (سراج الاخبار افغانستان)  په اړه یی خورا زیار ایستلی دی. هغه په ۱۲۶۷ هـ ق کی په ښکلی قندهار کی د مولوی عبدالرحیم خان په کاله کې زیږیدلى او د علامه محقق کندهاری لمسی دی. هغه د امیرشیرعلی خان د حضور ملا هم ؤ او د شهزاده عبدالله جان ولیعهد استاد ؤ.

امیر عبدالرحمان خان هغه د قضاتو د ممتحن په توګه (۱۳۰۰ ق کی) مقرر کړ.

د زینګو ګرافی دستګاه: د حروفی چاپ (طبع حروفی) دستګاه له راواردولو سره سم (کابل ته) د زینګوګرافی دستګاه هم راوړل شوې وه.

چې دغی دستګاه تر ۱۳۸۰ هـ ل او یا هم تر اوسه پورې کار کړی دی. دغه دستګاه د امیر حبیب الله خان په عصر کې د کلیشه سازۍ، پلیت سازې، کامره،  عکاسۍ او نورو پرزو سره د ترکیې له هېواد څخه راوړل شوه او په ۱۲۹۱
هـ ش کال کې فعاله شوه، هغه لومړنی سړی چی له دغی سره یو ځای ترکیی څخه و کابل ته راغی او دستګاه یې مونتاژ او فعاله کړه محمد افضل افندی نومیده او په سراج الافغانیه کی یې هم چوپړونه کړی دی.

د (مطبعه امان افغان) په نوم د اعلیحضرت غازی امان الله خان په زرین عصر کې په کار پیل کړی په دی اړه خلیفه خیرالدین ماشین کار ویلی دی دغه مطبعه د ملک اصغر څلور لاری شمال شرق کی جوړه شوی وه چی هلته اوس عامه کتابتون واقع دی، استاد برکت الله له هندوستانی مهاجرینو څخه د دغی مطبعی فنی کارګر بلل شوی دی.

د هغه وخت مشهوری مطبعې:
د کابل مطبعه چی په تاج التواریخ کی هم ذکر شوې دی. د دې مطبعی مشرګل محمدخان بارکزایی ؤ او هم یی د دارالسلطنه مطبعه د مهتمم په توګه کار کاوه. د دارالسلطنه ډبرینه مطبعه د سراج الملت والدین په عصر کې هم فعاله شوه او له ده ترمخه د امیر عبدالرحمان خان په عصر کی د ښاغلی محمود طرزی چی په افغانستان کی د ژورنالیزم پلار په نوم شهرت لری د وینا له مخی چې په ضیایې عصر کې (لیتوګرافی مطبعه) هم فعاله شوه. د دی تر اړخ د (عنایت مطبعه) مطبعه  ماشین خانه، کابل مطبعه، ابلاغ مطبعه، شاهی دارالتحریر چاپ خونه، امان افغان مطبعه، د معارف چاپ خونه، حربی چاپخونه، د مالی چارو مطبعه، د فنون حربیه چاپخونه، دولتی مطبعه چی اوس مهال د آزادۍ مطبعی په نوم یادیږی. او هم په پل څرخی کی د آریانا په نوم حربی مطبعه د ختیځ آلمان په مرسته جوړه شوه، چی د ۱۳۷۲ ل کال په جدی کې د خپل منځی جګړو په پایله کی وسوځیده، په ۱۳۸۱ ل کال کې د نبراسکا مطبعه د امریکاییانو د مرستی په لړکی د څرڅی پله په ساحه فعال شوه او کار کوی.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید