روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
که څه هم په افغانستان کې زده کړې په جګړه ییز چاپیریال کې ستوزمن کار دی، خو ځینې شته لکه مقتدر عمری چې د دغه هېواد نوې څېره نړېوالو ته وښیی.
هغه تازه هاروارډ پوهنتون ته د بورس له لارې بریالی شوی هغه پوهنتون چې د نړۍ یو له غورو پوهنتونونو څخه دی.
نوموړی په داسې حال کې دغه پوهنتون ته بریالی شوی چې تېرو ۷ کلونو کې له افغانستانه دې پوهنتون څوک نه و بریالی شوی.
اتلس کلن مقتدر د کابل په افغان ـ ترک لېسه کې یې زده کړې پای ته رسولی او له خپلې اته کسیزه کورنۍ سره په کابل کې ژوند کوی.
هغه وایی: “د هغه بورس له لارې چې زه کوم پوهنتون ته بریالۍ شوی یم، هر کال ورته شااوخوا ۶۰ زره کسان نوم لیکنه کوی او د دې لپاره چې ورته نوملېکنه وکړې ‘لوړو زدکړو د استعدادونو’ په نوم یوه ازموینه ده چې معمولاً هر کال شااوخوا ۲ میلیونه کسان دغه ازموینه ورکوی چې ما له نېکه مرغه دغه بورس ترلاسه کړ، زه د’Political science and astronomy’ یا د سیاسی علومو او نجوم څانګې ته بریالی شوی یم.”
مقتدر د دې ترڅنګ چې د هاروارډ پوهنتون ته بریالی شوی ځینې نور فعالیتونه هم کوی چې په اړه یې داسې وایی: “د ښوونځی په دوران کې مې هم ځینې فعالیتونه کول لکه د “Talkscience”په نوم مې یو بنسټ جوړ کړی و، دې بنسټ کې له موږ سره شااوخوا ۲۵۰ کسان وو او هڅه مو کوله چې دوی د نړۍ له مشهورو پوهانو سره وصل کړو، د کرونا ویروس د عامه پوهاوی لپاره مو ډېر کمپاینونه وکړل، همدا راز مې د فزیک او کیمیا سیالیو کې د سرو زرو مډالونه هم ګټلی دی.”
مقتدر وایی، افغانستان کې د’لوړو زده کړو د استعدادونو’ د ازموینې لپاره اسانتیاوې نشته او بله د دې ازموینې د چمتوالی لپاره هغه کتابونه چې اړتیا ده هغه هم نشته او لاسرسی ورته سخت ده.
هغه وایی، همدا دلیل ده چې دغه پوهنتون ته د افغانانو جذب کم دی.
د امریکا هاروارډ پوهنتون چې په ۱۶۳۶ کال کې جوړ شوی دی د امریکا یو له پخوانیو پوهنتونو څخه دی.
له دې پوهنتونه د بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش، جان ادامز، تنودور روزولت، رانکلین دلانو روزولت په څېر یو شمېر نورې هغه څېرې د فراغت اسنادونه ترلاسه کړی چې په نړېوال کچه یې د نوبل جایزې ګټلې.
هاروارډ پوهنتون په ۲۰۲۱ میلادی کال کې د نړۍ په خصوصی پوهنتونو کې لومړۍ مقام واخېست.