روزنامه اصلاح

له یو کال ځنډ وروسته ارزگان کې د گوزڼ واکسین کیږی

روغتیایی مقامات وایې له یو کال ځنډ وروسته د ارزګان په ولایت کې د گوزڼ ضد واکسین تطبیق کیږی.

د ارزگان ولایت په شهید حساس ولسوالۍ کې تیر کال د گوزڼ (پولیو) د دوو مثبتو پیښو پیدا کیدو سره سره لا هم د امنیتی ستونزو له وجې د سیمې ماشومان ندی واکسین شوی.

د جنوبی حوزې د کتلوی معافیت امر ډاکتر عبدالشکور نصرت وایی چې د شهید حساس ولسوالۍ په ګډون د ارزګان په ګڼو سیمو کې د پولیو پرضد د واکسین هیڅ کمپاین ندی شوی.

د جنوبی حوزې د کتلوی معافیت مسئولین وایې چې د کندهار په څېر به په ارزګان ولایت کې هم د کور په کور پر ځای د کلیو د څو کورونه ماشومان یو مرکز ته راټولیږی او واکسین به ورته تطبیقیږی.

ډاکتر نصرت زیاتوی چې په ارزګان ولایت کې یو سلو شپېته زره ماشومانو ته واکسین کول هدف ټاکل شوی چې سل زره ماشومان یې له تیر کال راهیسی له واکسین څخه محروم پاته دی. د هغه په وینا دغه کمپاین به په راتلونکو څلورو ورځو کې پیل شی.

د پولیو له پروګرام سره همکار بنسټونه وایې چې ټولو ماشومانو ته واکسین کول د هغوی د روغتیا لپاره اړین دی، خو د ستونزو د شتون په صورت کې د ماشومانو د وقایې لپاره د هر پرمختګ هر کلی کوی.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونیسف د پولیو د پروګرام ویاند سید کمال شاه وویل چې د افغانستان په کچه د پولیو ډیری پېښی له هغو سیمو څخه دی چې هلته د واکسین کمپاینونه له ستونزو سره مخ دی.

پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغی لاهم په افغانستان کې یوه جدی روغتیایی مسئله ده چې په تېر کال کې یې زیاتی پېښی په جنوبی ولایتونو کې رامنځ ته شوی.

د یکشنبې په ورځ ولسمشر غنی د روغتیا د نړیوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې ویلی، سره له دې چې نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره زیاتی منابع مصرف کړی خو پدې برخه کې لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید