روزنامه اصلاح

له ګران پیغمبر(ص) سره د مینې نښې نښانې

له آنحضرت(ص) سره مینه هم د ځینو نښو او نښانو په پایله کې په اثبات رسیږی، په یو انسان کې د داسې نښو نښانو ښکاره کېدل، دا باور پیدا کوی چې هغه انسان له پیغمبر(ص) سره مینه، محبت او صداقت لری، نو داسی نښې نښانې او صفتونه کوم دی؟

دا انسان به آنحضرت صاحب(ص) په بل هر څه غوره او لوړ بولی:

یوه مومن ته د الله پاک له رسول سره د مینې یوه غوره نښه دا ده، چې له خپل ځان به یی غوره او ښه وبولی او، و ګڼی. هغه مینه چې د ده په زړه کې ده لویه ونډه یې هغه لوړ حضور پیغمبر صاحب(ص) ته ورکړی. همدا مینه ده چې هر وخت د ده متابعت او د اوامرو منلو ته هڅوی او دا یوه سمه او شایسته لاره ګڼله کیږی.

د آنحضرت(ص) په مینه کی به ځان مشغولوی:

په دی اړه تر ټولو لویه بېلګه د سیدالمؤذنین بلال حبشی بېلګه ده، د آنحضرت(ص) په رحلت سره په بلال(رض) باندی مدینه منوره دومره تنګه او لنډه شوه، ته به وایی چې د آنحضرت(ص) د وفات په اړه بلال(رض) ته ورپیښ خپګان کم شی، نو بلال صاحب مدینه منوره پریښوده او شام ته یی سفرو کړ او هملته میشت شو، څو میاشتې وروسته حضرت بلال آنحضرت (ص) په خوب کی ولید چې ورته وایی: آی بلاله: زما د زیارت کولو ته نه راځی؟

نو بلال صاحب ډېر ژر د مدینی لاره غوره کړه، کله چې مدینی ته ورسید نو حسن او حسین ترینه غوښتنه وکړه چی اذان وکړی او د آنحضرت(ص) هغه پخوانی وختونه پرې را یاد کړی، نو همدا وه چې حضرت بلال په خپل ښکلی ژغ سره اذان پیل کړ، وګړو فکر کاوه، چې ګواکی پیغمبر صاحب(ص) بیرته راغلی دی، د خلکو له سترګو څخه او ښکې و بهیدې او د جومات پر لوری یې راو دانګلې، خو حضرت بلال دا اشهدان محمد رسول الله کلمه پوره نکړه، پښویی سستی وکړه او پرځمکه راولوېد.

هغه به هر وخت آنحضرت صاحب (ص) په عزت او مینې سره یاد اوه. مینه کوونکې همیشه خپل د مینې ملګری په خورا مینه او اخلاص او صداقت سره یادوی.

د رسول الله صاحب(ص) له دوستانو سره دوستی کول:

نو ښه مومنان د جناب پیغمبر صاحب له ټولو درنو دوستانو او د محترمی پاکی کورنۍ سره مینه کوی او هغوۍ په ښه توګه په مینې او محبت او ایمانداری سره یادوی او درناوی یې کوی.

پر حضرت محمد ص باندی درودویل: مؤمنانوته لازمه او اړینه ده چې هر کله د آن حضرت (ص) یاد کیږی نو درود شریف ورباندې ووایی.

مومنان د حضرت محمد (ص) له سونتو سره مینه لری: انسان په خپل ژوند کې د خپل ځان بڼه له هغه چا سره برابر وی چې مینه ور سره لری او دا د انسان یو روانی یاسیکالوژیکی خصلت دی. همدا لامل دی چې دهغه ستر پیغمبر صاحب (ص) سره مېنه کوونکی همیشه دده د سونتو پیروی کوی اوله بدعت او په دین کې د نوی څیزله پیدا کولو څخه ډډه کوی.

له سپیڅلی قرآن سره مینه: حضرت ابن مسعود رض وایی: هرڅوک کولای شی چې قرآنکریم ته په مراجعه کولو سره د خپل ځان له حالت څخه ځان خبر کړی،که له قرآن شریف سره مینه لری نو څرګنده ده چې له الله پاک (ج) او دهغه له پاک پیغمبر ص سره هم مینه لری.

له اهل بیت سره دوستی کول: عربان په دې آړه یو متل لری چې: ژباړه: هرڅه چې له یوه دوست څخه وبل دوست ته رسیږی غوره دی له اهل بیتو او زوزاتو سره مینه او دوستی ډیره مهمه، لازمه او حتمی ده او دا له پیغمبر صاحب سره د مینی یوه بڼه ده. دا حدیث له ترمذی شریف څخه را اخلو ( هر څوک چې له حسن او حسین سره مینه ولری.

هغه له ما سره مینه لری او هر هغه څوک چې زما سره مینه ولری هغه له پاک الله سره مینه ده او هر څوک چې له دوۍ سره کینه کوی، له ما سره کینه کوی او هر څوک چې له ما سره کینه لری، هغه له الله پاک سره کینه لری).

د رسول الله صاحب لاره او دعوت خپله لاره او دعوت وبولۍ:  (…

– هغه له دین څخه ساتنه او په هغه پاملرنه په دې لاره کی هڅی او په ځینو حالتونو کې پرخپل ځان پاملرنه ده. او په دې برخه کې عملی ګامونه باید پورته کړۍ.

له رسول الله صاحب څخه موږ ته لاندې لارښوونی ذکر شوی دی لکه وفا، شفقت، اخلاص، مینه، صداقت او راستی، په خپلو وعدو او ژمنو باندی وفاه، پر ټولو مهربان، حتا په معاملاتو کې صادق، ځوانمرد او سرښندوی او نورې ښې، درنې او اخلاصمندې پاکې چارې کوم چې د هغه لوړاو پاک شخصیت د بزرګوارۍ څرګندوی دی.

ډیره زیاته مینه او درود

پرسپیڅلی پیغمبر(ص)

ممکن است شما دوست داشته باشید