روزنامه اصلاح

له پلاستیک څخه دکار اخستنې دبندولو کمپاین پیل شو

دژوندانه دچاپیریال ساتنې دخبریالانو شبکې لخوا، په کابل کې دپلاستیکو دکارونې دبندولو کمپاین پیل شو .

دباختراژانس دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې دژوندانه د چاپیریال ساتنې خبریالانو په همدې مناسبت لرله، دافغانستان میدیوتیک دادارې مسوول حمید ځاځی دژوندانه دچاپیریال دککړتیا او دهغې دعواملو او ساتنې په اړوند خبرې وکړې او په اوسنی حالت کې یې پلاستیک د اوبو، خاورې او هوا دککړتیا ستر عامل وباله او زیاته یې کړه چې ټولو کابل ښاریانو ته لازمه ده چې دکابل ښار دژوندانه دچاپیریال ساتنې لپاره پلاستیک ونه کاروی .

ځاځی دپلاستیکو دنه کارونې فرهنګ په رواجولو کې د رسنیو رول کلیدی وباله او زیاته یې کړه چې خبریالان دخبرونو، رپوټونو او دتصویری پیغامونو په خپرولو سره کولاى شی په دې برخه کې خلکو ته معلومات ورکړی .

دغه راز په دې غونډه کې  دژوندانه  دچاپیریال ساتنې د ادارې دتجزیې او تحلیل آمر بصیر امین، دهوا دککړتیا علتونو او دانسان په روغتیا اودژوندانه په چاپیریال دهغې داغیزو په اړوند او ادریس توخی تر ځمکې لاندې اوبو دککړتیا، دانسان  په روغتیا دهغې په لنډ مهالو اواوږد مهالو اغیزو، دککړتیا دعواملو او دهغې دمخنیوی دلارو چارو په اړوند خبریالانو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل .

ممکن است شما دوست داشته باشید