روزنامه اصلاح

له نشه یی موادو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز: په روان کال کې د مخدره موادو قضیې ډېرې شوی

له نشه یی موادو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز د روان شمسی کال د میزان، عقرب او قوس په میاشتو کې د نشه یی موادو د پېښو د ډېروالی خبر ورکوی.

د افغانستان له نشه یی موادو او مسکراتو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز وایی، د روان شمسی کال د میزان، عقرب او قوس په میاشتو کې دې مرکز ته د دوسیو لېږل ډېر شوی دی.

د عدلی او قضایی مرکز ویاند خالد موحد د دې مرکز د درې میاشتنیو فعالیتونو د راپور پر مهال وویل چې د ۱۳۹۷ کال په تېرو درېیو میاشتو کې د دې مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو ته د نشه یی موادو ۲۰۳ قضیې رسېدلې چې په تور یې پر ۲۷۵ کسانو باندې حکمونه صادر شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې ډله کې ۱۳ یې ښځې دی.“د روان شمسی کال په وروستیو درېیو میاشتو کې په مجموع کې ۲۰۳ قضیې د ۲۷۵ تورنو کسانو په شمول چې درې یې ښځې دی، عدلی او قضایی مرکز ته رسېدلی او دا دوسیې د څېړلو په حال کې دی.”

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له نشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې یا (UNODC) په وروستی راپور کې راغلی چې په روان میلادی کال کې د کوکنارو کښت په سلو کې (۸۷) ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو له نشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وایی چې اوس هم په افغانستان کې ډېر تریاک تولیدېږی او دا اړتیا لیدل کېږی چې له بزګرو سره د بدیل کښت په برخه کې همکاریو ته دوام ورکړل شی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا نشه یی مواد د جنګی ډلو مالی سرچینه بولی او د سلګونو ټنو نشه یی موادو د نیولو خبر ورکوی.

د دې وزارت ویاند نجیب دانش وایی:“څرنګه چې نشه یی مواد د ترهګرو د تمویل مهمه سرچینه ده، له نېکه مرغه د کورنیو چارو وزارت له نشه یی موادو سره د مبارزې معینیت هم لسګونه ټنه نشه یی مواد د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نیولی دی.”

د دې مرکز د معلوماتو پر اساس، د روان شمسی کال په تېرو درېیو میاشتو کې له دوی سره په کابل کې (۹۳) او په ننګرهار کې (۲۵) قضیې ثبت شوی دی.

په دې اساس ویلای شو چې دا هغه ولایتونه دی چې د نشه یی موادو تر ټولو ډېرې قضیې لری.

دا په داسې حال کې ده چې د سرطان، اسد او سنبلې په میاشتو کې په مجموعی ډول (۱۵۹) قضیې له (۲۱۷) تورنو کسانو سره ثبت شوی دی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید