روزنامه اصلاح

له نشه یی موادو سره د مبارزې ستراتیژی د نړیوالې ټولنې له خوا تایید شوه

له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت وایی، له نشه یی موادو سره د مبارزې سیمه ییزه ستراتیژی تائید شوې او اوس افغان حکومت د دې ستراتیژۍ د عملی کولو پر پلان کار کوی.

له نشه یی موادو سره د مبارزې د سیمه ییزې ستراتېژۍ طرحه چې یو میاشت مخکې د افغانستان له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت له خوا د اُتریش په پایتخت ویانا کې وړاندې شوې، د نړیوالې ټولنې له خوا تایید شوه.

له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار ازادی وایی چې په پام کې ده دا طرحه په نږدې راتلونکی کې لاسلیک شی.

د ښاغلی دانشیار په خبره دا مهال افغان حکومت د دې ستراتېژۍ پر عملی پلان باندې کار کوی:

دا ستراتېژی نهایی شوه او اوس د لاسلیک او عملی پلان په پړاو کې ده، هیله لرو چې د دې ستراتیژۍ په نهایی کېدلو او عملی کېدلو سره به وکولای شو چې د سیمې هیوادونه له افغانستان څخه بهر ته د نشه یی موادو د قاچاقو او له بهر څخه افغانستان ته د فری کرسرونو د راوړلومخه ونیسو، موږ مخکې د تفاهم لیکونو له مخې له ګاونډیو هېوادونو سره کار کاوه، د ستراتیژۍ پر اوسنې طرحه باندې د کارپوهانو تر کچې بحث وشو او په ویانا کې نهایی شوه، موږ اوس د دې طرحې د لاسلیک او عملی پلان په پړاو کې یو.”

له نشه یی موادو سره د مبارزې د ستراتېژۍ طرحه یوه میاشت مخکې د افغان دولت له لورې د ۱۳ هېوادونو استازو ته چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو، د امریکا متحده ایالتونو، اروپایی اتحادیې او ملګرو ملتونو د ادارې استازو ته په ویانا کې وړاندې شوه.

له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت په خبره، تر دې وړاندې افغانستان، سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو د دوو اړخیزو او څو اړخیزو هوکړه لیکونو په چوکاټ کې له نشه یی موادو سره مبارزه کوله، خو تر دې وروسته به دا هڅې د یوې ستراتېژۍ په چوکاټ کې تنظیم کېږی.

له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معین ډاکټر ظفر باور لری چې ګاونډی هېوادونه د نشه یی موادو په ستونزه کې لویه ونډه لری. له امله باید عملی پلان داسې جوړ شی چې په هغه کې د دوی مسئولیت هم مشخص شوی وی:

​”د سیمې هېوادونه زموږ ډېری مسائل نه منی، د افغانستان جګړه دوی پیل کړې او د نشه یی موادو مسئله هم په دوی پورې تړلې ده، خو که حکومت دقیق کار وکړی او هغه ستراتیژی چې دوی یې جوړوی، پر واقعیتونو ولاړه او د عملی کېدو وړ وی، که دا کار وشی له شکه پرته چې د عملی کېدو چانس یې ډېر دی.”

افغان دولت وایی چې د هیرویینو د تولید لپاره هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت کېمیاوی مواد د ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته قاچاق کېږی.

ښاغلی ظفر وړاندیز کوی چې ګاونډی هېوادونه باید افغانستان ته د کېمیاوی موادو د قاچاقو او ټرانزیټ په مخنیوی کې لازمه همکاری وکړی

ممکن است شما دوست داشته باشید