روزنامه اصلاح

له قانون څخه تېښتې له ښځو سره تاوتریخوالی ته لاره هواره کړې ده

لیکوال: داوود ناظری

ژباړه: شاه ولی قرار

په افغانی ټولنه کی د ښځو پرضد د بیلابیلو تاوتریخوالیو سرته رسیدل او دغه راز د زده کړو، ښوونیزو، ټولنیزو او اقتصادی ستونزو شتون هېواد ته سخت ګوزاردی، د بېلګې په توګه د طلاق زیاتوالی، د کورنیو ټوته ټوټه کیدل، یتیمان، کارګر او کوڅه ډب ماشومان، پرنیشه یی توکو د روږدیدو وده، د ترهګرو ډلو ته  د بی هویته ځوانانو مخه کول، په افغانۍ ټولنه کی د ښوونې، روزنې او پوهنې نه زده کړه او د روحی او ناعلاجو  بیلابیلو ناروغیو خپرېدل، فقر، بېکاری، له کوره دښځو تیښته او دځان وژنو پیښو زیاتوالی هغه ستونزی دی چی د ښځو پرضد له تاوتریخوالی او دغه راز په کورنیو کې له تاوتریخوالی سرچینه اخلی.

د ښځو پرضد د تاوتریخوالی او ناوړه چلند یو ستر لامل له قانون څخه تېښته ده په داسی حال کی چې د هېواد د اساسی قانون او نورو نافذه قوانینو له مخی د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیر نشته او د ښځو پرضد هر ډول تاوتریخوالی جرم ګڼل کیږی، که چېری په هېواد کې له قانون څخه تېښته شتون و نه لری، نو د جنسیت له پلوه به  ښځی له تاوتریخوالی سره هیڅکله مخ نه شی او له بلی خوا په ټولنه کی د ښځو او نارینه وو ترمنځ برابری او مساوات د ټولنې د غړو ترمنځ د تعادل او دغه راز د خلکو د حقوقو د تأمین په برخه کې رغنده، ټاکونکی او ځانګړی رول لری او هغه د ملګرو ملتونو د سازمان د مهمو هدفونو څخه گڼل کیږی.

د ښځو پرضد د تاوتریخوالی د مخنیوی د نړیوالې ورځی په مناسبت په دغې مقاله کې د زده کړی، ښوونی او روزنی په برخه کې او دغه راز په اقتصادی، ټولنیزو او مشرتابه په ډګرونو او کورنیو کې د ښځو او نارینه وو د حقوقو د برابرۍ او مساواتو بېلګو ته ګوته نیوله شوی ده او وروسته له قانون څخه د تېښتې د کمښت او د ښځو پرضد د تاوتریخوالو د مخنیوی څولاری چارې ښودل شوی دې او موخه یې د ښځو د حقوقو او په دی برخه کې د قانون د پلی کولو په اړه د ټولنې د غړو زیات او پوره پوهاوی دی. د افغانستان په دغه جغرافیوی چاپیریال او اډانه کې په وروستیو او لسو کلونو کی د افغانستان د ښځو پرضد د تاوتریخوالی د مخنیوی په اړه په دغی مقاله کی څېړنه او تحقیق شوی دی چې په لاندی توګه تشریح کیږی:

۱- جنسیتی برابری:

د دینی قوانینو او دغه راز د هېواد د ملی او نافذه قوانینو له مخې په افغانی ټولنه کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ هیڅ ډول جنسیتی توپیر نشته او دواړه لوری خپلی ټولنې ته د خدمت کولو ګډ مسوولیتونه او مکلفیتونه لری، یعنی ښځی د جنسیت له پلوه د ژوند کولو له کومی برخې او نه نارینه د جنسیت له پلوه د ژوند کولو له کومی برخې نه شی محرومیدای او دواړه لورې باید له خپلو ټولو حقوقو څخه برخمن وی او د افغانستان د اساسی قانون له مخې هیڅوک دا حق نه لری چې په خپلی ټولنه او کورنۍ کی د ښځی او نارینه ترمنځ، د هلک او نجونی ترمنځ، د ناوې اوځوان مېړه ترمنځ فرق او توپیر وکړی.

۲- د کورنیو او ټولنو برابری

د ښځو د حقوقو په برخه کې د افغانستان د اساسی قانون په (۲۲) ماده کې داسی راغلی دی: په افغانی ټولنه او کورنۍ کی ښځه او نارینه دواړه د قانون په وړاندې مساوی حقوق او وجایب لری او هیڅوک پر یو او بل لوړوالی نه لری.

په دی اړه د افغانستان د اساسی قانون په ۵۴ مه ماده کې بیا داسی راغلی دی چې دولت باید تر پوره وسې پورې د کورنیو کلک ملاتړ وکړی او د هغو د حقوقو د تأمین په لاره کې د ی دخنډونو دله منځه وړلو څخه له خپل ټول ځواک څخه کار واخلی.

د هېواد د مدنی قانون په ۷۷ مه ماده کې د ودونو پر سلامت او د هغو پر شرایطو ټینګار شوی دی، یعنی داچې نجونه او ځوانان باید په خپلو کې سره موافقه ولری او هلکانو ته هیڅ لوړ والی نشته. د قانون دیادې مادې له مخې د نکاح د کېدلو پرمهال، د دواړو ترمنځ ایجاب او قبول، د دوو شاهدانو حضور او د دواړو لوریو رضایت او خوښی د واده کولو اصلی، اساسی او بنسټیز شرطونه دی.

دبوختیاوو او زده کړو برابری.

دافغانستان د اساسی قانون له مخی ښځی او نجونی د ټولنی له نارینه ووسره جوخت دزده کړی، ښوونی او روزنی له حقوقو څخه په برابره بڼه برخمنی دی، او د زده کړی هغه ټولی اسانتیاوی او امکانات چی هلکانو ته په واک کی ورکول کیږی، نجونی هم باید ورڅخه برخمنی شی.

دافغانستان د اساسی قانون په ۴۴ مه ماده کی داسی راغلی دی: دولت باید ټولوته یوشان د زده کړو لپاره زمینه برابره کړی، دولت باید دښځو او نجونو د لیک او لوست لپاره اغیزمنی کړنلاری او طرحی جوړی او د عمل جامه دی ورواغوندی. په پای کی دی پایلی او نتیجی ته رسیږو چی دقانون له پلوه د زده کړو او بوختیا وو په برخه کی د ښځو او نارینه وو ترمنځ هیڅ فرق او توپیر نشته.

دبوختیاوو او کارونو په برخه کی هم ښځو اونارینه وو ته مساوی او برابر فرصتونه په پام کی نیول شوی دی. دافغانستان د اساسی قانون په ۴۸ ماده کی داسی تصریح شوی دی چی: کار د هر افغان مسلم حق دی خو دا نه دی ویل شوی چی یوازی نارینه کولای شی چی له کوره بهر کار وکړی اوښځی او نجونی نه شی کولای له کوره بهرکاروکړی او که نه؟ او آن د کار د قانون په یو ولسم فصل کی د کارکوونکو ښځو لپاره جلابرخه ځانګړی شوی ده. دکار ددغه قانون له مخی هیڅوک داحق او اجازه نه لری چی د ښځو او نارینه وو ترمنځ د کار په برخه کی توپیر او فرق وکړی. د افغانستان جمهور رییس هم تل پردی ټینګار کړی دی چی ښځی باید په ادارو کی پراخه او دکتنی وړحضور ولری. له بلی خوا افغان دولت دیته هوډمن اوژمن دی چی د بشر د حقوقو د نړیوالو اعلامیو اوکنوانسیونو درناوی وکړی  او په هېواد کی دښځو او نارینه وو د حقوقو په اړه هغوته د عمل جامه ور واغوندی.

همدا رنګه د ښځو پرضد دتوپیر پالنی د ناوړه چلند د مخنیوی په اړه د نړیوال کنوانسیون پر یوولسمو، د ولسمو او دیارلسمو مادوکی هم داسی راغلی دی چی دولتونه باید ترټولو لومړی د کار قانون په رسمیت وپیژنی او دهغه له مخی دی د ښځو کاری ستونزی حل کړی او وروسته باید دښځو دکارونو په لاره کی دخنډونو له منځه وړلوته ودانګی او دکنوانسیون ددغی یوولسمی مادی له مخی د ښځوترټولو مهم حق دهغوی دکار موندنی ته د زمینی برابرول دی.

۴- په مشرتابه او سیاست کی د حقوقو برابری:

دافغانستان داساسی قانون له مخی ښځی هم کولای شی چی په مشرتابه او سیاست کی د نارینه وو په څیرله حقوقو څخه برخمنی شی او ډیر ولوړو څوکیو او آن د جمهوری ریاست څوکیوته ځانونه نوماند کړی.

د افغانستان د اساسی قانون په دیرشمه او دریېمه ماده کی داسی ویل شوی دی چی دښځو او نارینه وو په ګډون دافغانستان خلک دټاکنو پرمهال د ځان د ټاکلو او دنورو دټاکلو حق لری،  ښځه او نارینه دواړه لوری کولای شی چی په یوی بڼی او بلی بڼی سره په ټاکنو کی برخه واخلی. دافغانستان داساسی قانون په دوه شپیتمو او دوه اویایمو مادوکی دجمهوری ریاست او وزارتونو په ټولو اداروکی د ښځو او نارینه ووترمنځ برابری په بشپړه توګه یاده شوی او روښانه شوی ده او داساسی قانون په اوم فصل کی چی قضاییه قوی ته ځانګړی شوی دی.د قضاییه قوی د څوکیو دلاس ته وروړلو په اړه د ټولو شرطنو یادونه شوی ده، خو د جنسیت په اړه کومه یادونه په کی نه ده شوی او یوازی دافغانستان تبعه یادونه په کی راغلی. بیاهم ښځی کولای شی چی د نارینه وو په څیر د هېواد په ستری محکمه کی کار وکړی او یادقاضی په توګه دنده تر سره کړی او نن هم په لس ګونو ښځی د هېواد دقضاییه قوی په دفتروکی پردندو بوختی دی.

ستونزه چیرته ده؟

سره له دی چی د هېواد  په اساسی قانون او دغه راز په نورو نافذه قوانینو کی د ښځو او نارینه ووترمنځ د حقوقو برابری په بشپړه توګه جوته شوی ده، خو بیا هم ولی د ښځو حقوق ترپښو لاندی کیږی؟ دمقالی د لیکونکی په اند، اساسی ستونزه د ښځو پرضد دتاوتریخوالی، د قانون له پلی کولو تیښته ده او نه بی قانونی، پردی بنسټ داویل کیدای شی چی د قانون منلو د فرهنګ نشتوالی، د قانون په اړه د خلکونه پوهاوی، بی سوادی، دښځو د لوړمقام نه پیژندل، دښځو په وړاندی د ځینو نارینه ووکینه، د نارینه وو ځانځانی او د حقوقی او ټولنیزی سوکالی تامین کی د قانون د ښیګڼو او فرصتونونه پیژندل په افغانی ټولنه کی د جنسیتی نابرابری ډیر ستر او مهم لاملونه دی.

وړاندیزونه:

دافغانستان په اساسی قانونی کی د ښځو دلوړ مقام په اړه د ټولنی د غړو پوره پوهاوی، داساسی قانون دښیګڼو او د فرصتونو په اړه د خلکو پوره پوهاوی، د متقابل احترام د فرهنګ و ده او پراختیا، دښځو او نورو خلکو له حقوسره ښه چلند، له اداری فساد سره مبارزه او د روڼوالی او شفافیت رامنځ ته کیدل، عادلانه چلندونه او جوړښټونه، له هر ډول توپیر پالنی او تعصب څخه تیښته، د ښځو د حقوقو د تامین له پاره د مسوولیت احساس، دآزادیو تامین او اغیزمنه ستراتیژی داساسی قانون له مخی د ښځو د حقوقو د تامین مقرره لاری او وړاندیزونه دی چی پرمټ یی د ښځو او نارینه ووترمنځ د جنسیتی برابری او په دی برخه کی نافذه ملی او بین المللی قوانینو دپلی کولو لپاره زمینه برابریږی او د ښځو پرضد دتاوتریخوالی ناوړه پدیده له منځه وړی.

نتیجی او پایلی یی:

۱- د هېواد په ټو لونافذه قوانینو او د هغو په مادوکی ښځی او نارینه له خپلو برابر و انسانی حقوقو څخه برخمنی دی او د هغوی ترمنځ هیح کوم فرق اوتوپیر نشته، په دی اړه د قانونی تایید اتو او ټینګار ترڅنګ د هېواد لوړ پوړ و مقاماتو هم څوڅوځلی د ښځو د حقوقو ملاتړ کړی دی او په دولتی ادارو، د ښوونی، روزنی اوزده کړو په مرکز و نوکی یی د ښځو پر فعالی ونډی اخیستلو یی تل ټینګار کړی دی.

۲- د ښځو په اړه د نافذه قوانینو د څیړلو او تحقیق له مخی دا نتیجه او پایله ترلاسه شوی ده چی ستونزه له قانون څخه په تیښته کی ده او نه په بی قانونی کی. خو موږ قوانین لرو نو هغه مو تطبیق کړی او پلی کړی نه دی او پر هغو می خپلی سترګی پټی کړی دی او په ځینو مهالونو کی آن خپله ښځی هم د خپلو قانونی حقوقو د تر پښولاندی کولو لامل شوی دی، د بیلګی په توګه په کورنیوکی ځینی میندی او خواښی د نجونو او نوو واده شویو ښځو ترمنځ د زیاتی توپیر پالنی اوکینی پالنی له ناوړه روحیی څخه کار اخلی اوځینی میندی د خپلو لوڼو اوزامنو ترمنځ هم د فرق کولو ناوړه روحیه پالی .

۳-  دقانون پوره اوسم تطبیق، د قانون په اړه د ښځو او نارینه وو پوره پوهاوی، له قوانینو څخه د سرغړ وونکو محاکمه او مجازات، دقانون په اړه د تبلیغی او ارشادی پروګرامونو په کاراچول ، د ټولنی د غړو د حقوقو د څیړلو په برخه کی د غږیزو ، انځوریز او چاپی رسنیو خپرونی او فعالیتونه او دهغو زیاته پاملرنه هغه مهمی لاری چاری دی چی کولای شی د ښځو پرضد تاوتریخوالی اوله قانون څخه سرغړونو ته د پای ټکی کیږدی.

ممکن است شما دوست داشته باشید