روزنامه اصلاح

له طالبانو سره د سولې تړون ته د امریکا د واکمن ګوند اندېښنه

 د  امریکا د متحده ایالاتو د واکمن ګوند یو شمېر غړی له طالبانو سره د سولې تړون ته اندېښنه لری.

دا اندېښنه په داسې وخت کې پیدا شوې ده چې تمه ده د زلمی خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکایی پلاوی او طالبانو ترمنځ یوه موافقه نهایی شی.

د امریکا د کانګرس غړې لیز چینی پر ولسمشر ډونالد ټرمپ غږ کړی چې له طالبانو سره د سولې تړون ونه‌کړی.

د لیز چینی په وینا دا تړون د دې معادل دی چې امریکا القاعده، طالبانو او داعش ته جګړه بایلی.

د کانګرس دې غړې په واشنګتن پسټ ورځپاڼه کې لیکلی دی چې موږ باید د یوه سیاسی مهالوېش له مخې خپل ځواکونه له افغانستانه ونه‌باسو او طالبانو ته داسې تسهیلات ورکړو چې ترهګر خوندی پټنځایونه پیدا کړی چې له هغه په راتلونکی کې پر لوېدیځ د بریدونو پلانونه جوړ کړی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد قطر ته تللی او تمه ده چې له طالبانو سره د سولې نهم پړاو خبرې پیل کړی.

خلیل‌زاد مخکې ویلی و چې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو په اړه‌یې له طالبانو سره خبرې کړې دی او طالبان باید د دې تضمین وکړی چې د القاعده په څېر نورو ترهګرو ډلو ته شا کوی.

د امریکا د پخوانی مرستیال ولسمشر لور، لیز چینی فاکس نیوز ته د طالبانو د تضمین په اړه شک څرګند کړ.

دې وویل: “د طالبانو روابط له القاعده سره لاهم پیاوړی دی. د دوی مشرانو له یوه بل سره د مرستو ژمنې کړی، دوی د یوه بل ترڅنګ له نورو سره جګړه کوی. موږ پر دوی د سولې د همکار اعتماد نه‌شو کولای او یا له دوی څخه داسې تړون نه‌شو اخیستلی او خپل امنیت د هغو خلکو لاسونو ته نه‌شو سپارلی چې اسامه بن لادن ته‌یې پناه ورکړې وه.”

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې غوره دا ده چې یو شمېر امریکایی پوځیان په افغانستان کې پاتې شی او ده وویل چې دا ګرانه ده چې پر طالبانو باور وشی.

په متحده ایالاتو کې د سیاسی چارو پوه علم پایند ازادی راډیو ته وویل چې په امریکا کې دوه ډوله خلک دی، یو ډول‌یې د افغانستان له وضعیت سره اشنا دی، هغوی نه‌غواړی چې امریکایی پوځیان له افغانستان په بشپړ ډول ووځی او بله ډله‌یې بیا د دې پلوی کوی چې امریکایان له افغانستانه ووځی. ښاغلی پایند زیاته کړه چې طالبان هم د نورو ترهګرو د مخنیوی ضمانت نه‌شی کولای.

ښاغلی پایند زیاتوی: “په افغانستان کې طالبان دا نه‌شی کولای ضمانت کړی چې ترورېستان بیا افغانستان ته نه‌شی راتلی، ولې چې یو لک امریکایی عسکر و، ۵۰ زره د ناټو او د امریکا د متحدینو دوه لکه هم افغان پوځیان چې دا ټول درې نیم لکه څلور لکه عسکر کېدل دوی نه‌شوی کولای چې په افغانستان کې دا خلا ډکه کړی، نو دا یوازې طالبان څرنګه دا ضمانت کولای شی.”

د یو شمېر راپورونو په استناد د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره داسې موافقې ته نږدې شوی دی چې له مخې یې شااوخوا ۴۰۰۰ امریکایی سرتېری له افغانستانه ووځی او د دې په بدل کې طالبان القاعده شبکه له هغو سیمو چې دوی په‌کې واکمنان دی، وشړی.

د کانګرس مخکښه غړې لیز چینی وایی، طالبانو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته هغه وخت پناه ورکړې وه چې بن لادن پر امریکا حمله وکړه او دې ډلې کله هم په علنی ډول القاعده نه‌ده رټلې، برعکس د القاعده وسله‌وال له طالبانو سره د اسلامی امارت د بیا واکمنۍ لپاره مرسته کوی.

لیز چینی زیاتوی چې موږ خپل امنیت هغه دښمن ته ورکوو چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې تر بریدونو وروسته‌یې القاعده ته پناه ورکړې وه، نو د امریکا ولس باید پوه شی چې دا ولې؟

په کانګرس کې د جمهوری غوښتونکو یو شمېر نورو غړو هم ولسمشر ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړی دی چې له افغانستانه پوځیان ونه‌باسی او که دا کار کوی باید ډاډه شی چې د ترهګرو مخه نیول کېږی.

د واکمن ګوند بل غړی ادم کینزینګر په ټویټر کې لیکلی دی چې د افغانستان بایلل په ډېر ساده ډول په عراق کې د بارک اوباما د تېروتنې تکرار دی. دی بیا لیکی چې ولسمشر ټرمپ هیله ده چې ژور فکر وکړی مخکې تر دې چې ورته پرېکړه کوی.

د جمهوری غوښتونکو یو شمېر غړی پر پخوانی ولسمشر بارک اوباما دا انتقاد کوی چې له عراقه‌یې امریکایی پوځیان وایستل او هلته داعش ته زمینه برابره شوه چې ډېرې سیمې لاندې کړی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید