روزنامه اصلاح

له افغانستان سره د هند دوو جنګی چورلکو مرسته

د هند حکومت د افغانستان له دفاع وزارت سره د ایم – ای ۳۵ ډوله دوو پوځی چورلکو مرسته وکړه. کابل کې د هند سفیر وینای کومار د پنجشنبې پر مازیګر دا دوې چورلکې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد ته وسپارلې. د افغانستان دفاع وزارت وایی، دا دوه هیلی کاپټر له بیلاروس پېرل شوې او افغان حکومت ته واک کې ور کړل شوې دی.

د دفاع وزارت سرپرست د دې چورلکو د سپارلو مراسمو کې وویل، چې دغه چورلکې به له ترهګرۍ سره مبارزه کې او د نشه یی توکو د قاچاقیانو پرضد عملیاتو کې وکارول شی. ټاکلې ده، چې نوی ډېلی دا ډول دوې نورې چورلکې هم افغان حکومت ته ور کړی. هند له دې مخکې هم د مرستې په ډول افغاستان ته څلور پوځی چورلکې ور کړې دی.

افغان پوځ دا مهال له سلو ډېرې جنګی الوتکې لری.

نژدې دوه کاله مخکې په ټولنیزو شبکو کې ځینې تصویرونه خپاره شول او ادعا کېده چې د هند مرسته شویو چورلکو پرزې دی او پاکستان ته لېږدول کېدې، خو هغه وخت د افغانستان د پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم افغان ولسی جرګې ته وویل، هغه پرزې له بګرامه بار شوې وې او د افغانستان پوځ اړوند نه وې.

ښاغلی شهیم ویلی و، د هند مرسته شوې چورلکې روغې رمټې او د افغانستان امنیتی ځواکونو په واک کې دی. هند او افغانستان پر ۲۰۱۲ کال په امنیتی او پرمختیایی برخه کې د همکارۍ د پراخولو لپاره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.

د روان کال لومړیو کې کابل کې د هند سفارت چارواکو وویل، ‘تر اوسه هند په افغانستان کې دوه میلیارده ډالر یا ۱۳۹ میلیارده هندۍ روپۍ لګښت کړی او دا چې هند په افغانستان کې سوله او پرمختګ غواړی. ‘

ممکن است شما دوست داشته باشید