روزنامه اصلاح

له اروپا څخه رد شویو افغان ماشومانو ته په کابل کې د یوه مرکز په جوړېدو بحثونه

د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت په کابل کې د هغو ماشومانو د ساتنې د یو مرکز د جوړېدو په اړه د تخینکی بحثونو د پېلېدو خبر ورکوی چې د پناه غوښتنې اسناد یې په اروپایی هېوادونو کې رد شوی دی.

د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت وایی، ناروې او ډنمارک غواړی چې په کابل کې د هغو ماشومانو د ساتنې او روزنې لپاره یو مرکز جوړ کړی چې په اجبارې توګه له اروپایی هېوادونو ویستل کېږی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند رضا باهر وایی چې د دغه مرکز د جوړېدو په اړه د ډنمارک د کډوالو د ادارې او د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت ترمنځ تخینکی بحثونه او خبرې اترې پیل شوی دی.

دی وایی: “د کډوالو د راستېدونکو چارو وزارت او د (ډی ار سی) اداره د دغه مرکز د جوړولو په تکل کې ده او کار پرې کېږی، په دې اړه یو لړ تخینکی ناستې هم شوی، امکان لری چې د راتلونکی میلادی کال تر اوایلو پورې یې تخینکی او نور کارونه نهایی شی.”

ښاغلی باهر وایی، د دغه مرکز جوړېدو ته کومه خاصه اړتیا نه لېدل کېږی، ځکه د ده په خبره، د هغه هوکړه لیک له مخې چې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې د افغان حکومت او اروپایی ټولنې ترمنځ لاسلیک شوی، اروپایی هېوادونه په ځانګړې توګه، ډنمارک او ناروې د دې حق نه لری چې له اتلسو کلونو کم عمره ماشومان په اجباری ډول له خپلو هېوادونو وباسی.

دا په داسې حال کې ده چې ناروې او ډنمارک د هغو افغان ماشومانو د ساتنې او روزنې لپاره په کابل کې د یوه روزنیز مرکز د جوړېدو خبره کړې ده چې په اجباری ډول له اروپایی هېوادونو وېستل کېږی.

بل لور ته د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونسیف ویلی چې د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو سره باید ډنمارک او ناروې دغه کم عمره ماشومان بېرته کابل ته را ونه لېږی.

په افغانستان کې جنګونه،د اداری فساد زیاتوالی او د کار نشتوالی هغه عوامل دی، چې زیاتره افغان ځوانان اروپایی هېوادونو ته له سختو خطرناکو لارو تېرېږی او په اروپایی هېوادونو کې پناه اخلی.

خو د ناروې د عدلیې وزارت مرستیال یوران کالمېر ویلی چې ډېری هغه افغان ماشومان چې په ناروې کې د پناه اخیستلو غوښتنه کوی، خوندیتوب ته نه، بلکې دوی په افغانستان کې یوه پالونکی او یا ښې اقتصادی راتلونکې ته اړتیا لری او په همدې موخه دوی غواړی چې په خپل هېواد کې دوی ته د ساتنې او روزنې لپاره مرکز جوړ کړی.

په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په اجباری توګه له اروپایی هېوادونو د افغان ماشومانو له ویستلو او په کابل کې ورته د ساتنې د مرکز جوړولو سره مخالفت ښیی.

د دغه وزارت رسنیز سلاکار بکتاش رویش په دې اړه ازادی راډیو ته ویلی: “د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دغه مرکز له جوړېدو سره مخالف دی او د دغه مرکز جوړېدل د نړیوالو قوانیو خلاف دی او ماشومان اصولاً باید ډیپورټ نشی.”

ښاغلی رویش وایی، افغان حکومت په دې هڅه کې دی چې افغان ماشومان له اروپایی او نورو هېوادونو اخراج نشی او که بیا هم اجباری ویستل کېږی، نو حکومت اړ دی چې نورې حل لارې ورته پیدا کړی.

  محمد واصل وصال

ممکن است شما دوست داشته باشید