روزنامه اصلاح

لانس کلوزنر د افغان کرېکټ ملی لوبډلې روزونکى وګومارل شو

د افغان کرېکټ بورډ چارواکی وایی: د سوېلی افریقا پخوانی الراونډر کرېکټ لوبغاړی لانس کلوزنر د افغانستان کرېکټ دملی لوبډلې د مشر روزونکی په توګه ګومارل شوی دیکرېکټ بورډ په اعلامیه کې ویلی: د فیلېپ سیمنز د قرارداد له پای ته رسېدو وروسته یې د نوی روزونکی لټون پیل کړ او د لسګونو غوښتنلیکونو له ترلاسه کولو او مرکو وروسته یې د ښاغلی کلوزنر انتخاب وکړ.له افغان کرېکټ بورډ سره د فیلېپ سیمنز قرارداد په جولای کې پای ته ورسېد.د وېسټ انډیز پخوانی الرونډر کرېکټ لوبغاړی فېل سایمنز له ۲۰۱۷ م کال راهیسې د افغانستان د ملی لوبډلې روزونه کوله.د افغانستان د کرېکټ بورډ د هغه مهال مشر عزیزالله فضلی له بی بی سره خبرو کې ویلی و، کرېکټ بورډ غواړی داسې یو کس د ملی لوبډلې د روزونکی په توګه وګوماری ،چې د دوی پر شرایطو برابر وی او تر ټولو مهم شرط دا دی چې نوی روزونکی په افغانستان کې کار کولو ته چمتو وی.د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرائیه مشر لطف الله ستانکزی د نوی مشر روزونکی په اړه وایی:(( دا چې ملی لوبډله په راتلونکی کال کې د آسیا جام او د شل اوریزو لوبو په نړیوال جام کې ګډون کوی، زه په دې باوری یم چې لانس کلوزنر به د ملی لوبډلې لپاره ډېر اغېزناک واوسی.))ښاغلی کلوزنر وایی: هیله من دی، افغان لوبډله به د پیاوړتیا او پرمختګ پر لوری بوځی ،چې په غوره کټګورۍ کې به ځای ومومی.له دې مخکې ۴۸ کلن کلوزنر د هند غوره لیګ یا ای پی ایل سیالیو کې د ممبۍ لوبډلې د توپ اچونې د روزونکی دنده درلوده او د سوېلی افریقا د کرېکټ ملی اکاډیمۍ د روزونکی په توګه یې هم مسووولیت درلود.نوموړی د خپل هېواد د کورنی کرېکټ د ډالفېن فرنچایزی د مشر روزونکی، د زمبابوې د توپوهنې روزونکی او دغه راز په دې وروستیو کې د سوېلی افریقا د نړیوالې شل اوریزې لوبډلې د توپوهنې د روزونکی په توګه دندې ترسره کړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید