روزنامه اصلاح

قریشی: پاکستان خپلواک او سوله ییز افغانسـتان ته ژمـن دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی وایی، هېواد یې افغانستان کې د سوله ییز هواری له لارې د روانې جګړې د پای ته رسېدو ملاتړ کوی.

ښاغلی قریشی پرون شنبه د «جون پر ۲۲مه» په اسلام اباد کې د افغانستان دسولې په اړه د رابلل شوی کنفرانس پرانیستې ته وینا کې وویل: “د افغانستان په اړه د پاکستان لیدلوری روښانه دی، موږ له داسې افغانستان ملاتړ کوو، چې هم خپله او هم یې ګاونډیانو کې سوله رامنځته شی.”

د افغانستان دسولې په اړه دغه دری ورځنی کنفرانس په پاکستان کې د لاهور د سولې څېړنیز بنسټ او د جنوبی اسیا د ستراتیژیک ثبات بنسټ لخوا رابلل شوی دی.

ښاغلی قریشی همدارنګه وویل: “موږ د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پوره درناوی کوو او پر خپلو پښو ولاړ خپلواک، سوله ییز او ډیموکراټیک افغانستان ته ژمن یو، موږ د متقابل احترام او ګډو ګټو په اساس د یو او بل په داخلی چارو کې له لاس وهنې پرته د دوه اړخیزو اړیکو غوښتونکی یو، په افغانستان کې د روان تاوتریخوالی لوی زیان تر افغانستان وروسته پاکستان ته هم اوښتی دی.”

نوموړی زیاته کړې چې هېواد یې په افغانستان کې د ستراتیژیک نفوذ په لټه کې نه دی.  

قریشی که څه هم په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه چې د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن هڅه کوی د دواړو هېوادونو خپل منځی اړیکې خرابې کړی. ویل کېږی په دغه کنفرانس کې به تر ډېره پر افغان سولې، اقتصادی او سوداګریزو اړیکو او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه هم خبرې وشی.

په دغه کنفرانس کې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ګلبدین حکمتیار، محمد حنیف اتمر، عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم په ګډون تر ۳۰ پوری افغان سیاسی مشرانو ته بلنه ورکړل شوې ده.

د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون، د جمعیت اسلامی ګوند اجرائیوی مشر عطا محمد نور، احمد ضیاء مسعود، عبدالطیف پدرام، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د سولې شورا مشر محمد کریم خلیلی، سید حامد ګیلانی او د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د نوموړی استازو ګډون کړی دی.

د پخوانی ولسمشر حامد کرزی دفتر تېره ورځ وویل چې د وخت د کموالی له امله په دغه کنفرانس کې ګډون نشی کولای. دغه غونډې ته د طالبانو استازی نه دی بلل شوی. دا غونډه پر داسې مهال رابلل کېږی چې ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم د روانې جون میاشتې پر ۲۷مه اسلام اباد ته رسمی سفر وکړی او له بلې خوا د افغان سولې په اړه روانې هڅې هم نوی پړاو ته داخلې شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید