روزنامه اصلاح

فهیم: په پام کې ده چې ۲ میلیونو او ۶ لکو کسانو ته ژمنۍ مرستې ورسول شی

د طبیعی پېښو پر وړاندې د چمتووالی په برخه کې د دولت وزیر وایی، د ژمی له رارسېدو سره تر اوسه له څه باندې یو میلیون زیانمنو شویو کسانو سره د خوراکی موادو مرستې شوی او د مرستو دغه لړۍ به د ژمې تر پایه دوام وکړی.

خوراکی مواد، خېمې، د پخلنځی لوازم، ګرمې جامې، درمل، کمپلې، بوټان، نغدې پیسې او داسې نور هغه څه دی چې د طبیعی پېښو پر وړاندې د چمتووالی په برخه کې د دولت د وزیر په خبره، د ژمی د موسم لپاره یې تیار کړی دی. نجیب آقا فهیم دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استماعیه غونډه کې وکړې.

ښاغلی فهیم وویل، زیانمنېدونکی ولایتونه یې درجه بندی کړی، د موادو لېږد یې پیل شوی او د وېش لړۍ یې روانه ده.

ده وویل: “تر اوسه په ۱۶ ولایتونو او ۷۱ ولسوالیو کې پر یو میلیون او پنځه لکو کسانو خوراکی او غیر خوراکی مواد وېشل شوی، د وېش دغه لړۍ روانه ده او په پام کې ده چې د حمل تر میاشتې دوام وکړی، همداشان په پام کې ده چې دغه مرستې دوه میلیونو او شپږ لکو کسانو ته ورسول شی.”

مشرانو جرګې د طبیعی پېښو پر وړاندې د چمتووالی په برخه کې د دولت وزیر د دې لپاره د جرګې عمومی غونډې ته وربللی و چې په ژمی کې زیانمنېدونکو ولایتونو ته د خپل چمتووالی په اړه سناتورانو ته معلومات ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ژمی په موسم کې د هېواد د سړو سیمو اوسېدونکی د خوراکی او د سونګ د موادو له نه شتون سره مخ کېږی.

ښاغلی فهیم وویل، په وروستیو میاشتو کې د بادغیس، کندهار، فاریاب، کندز او ځینو نورو ولایتونو له شااوخوا ۳ لکو زیانمنو شویو کسانو سره مرسته شوې ده.

د ده په خبره، تر اوسه څه باندې لس زره خېمې چې د تورخم له لارې او له نورو هېوادونو هېواد ته را رسېدلی، په اړو کسانو وېشل شوی او د وېش لړۍ یې اوس هم روانه ده.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار چې په دې ورځ یې د جرګې مشری کوله، له دولته وغوښتل چې د ژمی په موسم کې له زیانمو کسانو سره لازمې مرستې وکړی.

دی وایی:

“افغانستان د یوه غرنی هېواد په حیث ډېر زیانونه وینی، په تېره په غرنیو ولایتونو کې د ژمې په موسم او د واورو د ورېدو پر مهال، هیله مند یم چې بېړنیو پېښو ته سمه رسېدنه وشی.”

دا خبرې په داسې حال کې کېږی چې په تېرو څو کلونو کې د ژمی په موسم کې د هېواد په سړو سیمو کې ګڼو کورنیو شکایتونه کړی چې مرستې یا نه دی ور رسېدلی او یا تس نس شوې دی.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو ټینګار وکړ چې باید مرستې مستحقو کسانو ته ورسېږی.

خان محمد سیند

ممکن است شما دوست داشته باشید