روزنامه اصلاح

فنلنډۍ وزیرې داعشۍ مېرمنو په اړه په خپلې نظر پوښتنې بښنه غوښتنې

د فنلنډ یوې وزیرې په انسټاګرام کې د خپلې هغې تبصرې په اړه بښنه غوښتې چې له لوستونکو یې پوښتلی و، ایا ماشومان په سوریه کې د داعش اړوند کسانو له پنډغالو نه له خپلو میندو سره راستانه شی؟

د فنلنډ د مالیې نوې وزیرې کټری کولمونی په خپل ټویټ کې ویلی: “زه له ټولپوښتنې بښنه غواړم”. او نوموړې خپله دا تبصره لېرې کړې ده.

په دې نظر پوښتنه کې له خلکو غوښتل شوی “یوازې ماشومان” یا “ماشومان او میندې” چې پراخ غبرګونونه هم پرې ښودل شوی. د کردانو په واک کې د الهول کمپ شاوخوا ۱۰ ښځې او ۳۰ ماشومان فنلنډیان دی.

پخوا څو لوېدیځو هېوادونو په سوریه کې له الهول او د سوریې شمال کې له نورو کمپونو نه چې د داعش له جنګیالیو سره یې تړاو درلود، راستانه کړی دی. په ټولیز ډول دا په کورنۍ جګړه کې د داعش د وژل شویو، ټپی شویو او ورکو شویو جهادیانو کورنۍ دی.

خو سیاسیون هڅه کوی چې دا مسایل حل کړی: ډېری خلک په دې پوهېږی چې دا د جګړې قربانیان دی، خو دا وېره هم شته چې ډېری میندې به په جهادی ایډیالوژۍ سمبالې وی.

د فنلنډ ملتپال ګوند یې مخالف دی، هغه ګوند دی چې په پارلمان کې دوهم ستر ګوند دی. د دا ډول بېرته راستنېدو مخالفت کوی.

۳۲ کلنه کولمونی وایی:”غوښتل مې په خواله رسنیو کې پردې پېچلې او ګرانې مسئلې خبرې وکړم. زه بریالۍ نه شوم او بښنه غواړم.”

نوموړې د ښځو په مشرۍ په نوی ایتلافی حکومت کې چې روانه اونۍ واک ته ورسېده، د مرکزی ګوند مشری کوی. د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې پیکا هاویسټو ویلی، ماشومان د دوی له میندو پرته بېرته نه شو ستنولی؛ ځکه پنډغالی د سوریایی کردانو په لاس کې دی.

د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر وایی، ۲۰ تنه چې له فنلنډ څخه د عراق او سوریې جنګی سیمو ته تللی وو، بېرته راستانه شوی دی.د وزارت په وینا کې راغلی: “اټکل کېږی  په الهول پنډغالی کې اوس لس لویان او شاوخوا ۳۰ ماشومان اوسېږی.” د فنلنډ حکومت وایی، هڅه کوی فنلنډیانو ته خوراکی توکی او درمل ورسوی، خو د راستنېدو په اړه یې هېڅ فکر نه کېږی.

په نوی حکومت کې د پنځو ګوندونو ټلوالې مشری د نړۍ تر ټولو ځوانې لومړۍ وزیرې ۳۴ کلنې سانا مرین پرغاړه ده. د پارلمان استازی به د سې شنبې په ورځ د الهول کمپ په اړه خپلې پوښتنې له دولت سره مطرح کړی. د اروپا د رسنیو لپاره د بشری حقونو د څار مشرې اندرو سترولین د مېرمن کولمونی په نظر پوښتنې غوسه ښودلې. جدی؟ فنلنډ؟ که دا رښتیا وی نو ډېره بده ده. یو دولت باید په هر حال کې د خپلو اتباعو حقونه خوندی کړی. نور به لا څه کېږی؟ خلک به لوبغالو کې را ځړوئ چې خلک پرې خوشحالی وکړی؟

ممکن است شما دوست داشته باشید