روزنامه اصلاح

فرهنګ دټولنی دښکلی انځور په توګه

د هرى ټولنى بنیاد او بنسټ د هماغى ټولنى کلتور او فرهنګ جوړوى، یوه ټولنه هغه وخت په سوکالى، آرامى او پرمختګ لاسبرى پیدا کولاى شى چې د یوه بډایه فرهنګ درلودونکى وی. زمونږ هېواد افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د ویاړلى تاریخ او فرهنګ په درلودلو سره د هر تیری کوونکې، ظالم او جابر په وړاندى په میړانه دریدلى او د خپلى پاکى خاورى او فرهنګ څخه یې د سرونو په قربانى ساتنه او پالنه کړى او خپل ویاړمن تاریخ او فرهنګ یى د پردیو له یرغل څخه خوندى ساتلى دی.

په همدی اړه مو د هېواد له وتلی تاریخپوه علمی شخصیت او تحلیلګر ښاغلی استاد عبدالهادی قریشی سره لنډه مرکه کړی- هیله ده چې درنو لوستونکو ته په زړه پورې وی.

–  محترم استاد قریشی! تاسې چې یو عمر په مطبوعاتوکې د لیکاڼی د ښکلا او ځلا او د وګړو د بیدارۍ له پاره مطالعه او چوپړ کړیدی که په لومړی سرکې راته ووایی چې فرهنګ څه ډول مؤلفه ده او د فرهنګ ویی په باب رڼا واچوئ؟

–  فرهنګ ، چې په عامه ډول په عربی کې د (ثقافت) په نوم کښل کیږی او (کلتور) په انګریزی لغت کی ورته کښل کیږی.

چی خپله د فرهنګ ویی (لغت) د یوی عامی مؤلفی په توګه دی د (پوهی یا علم) دانش، ادب، معرفت، ښوونی روزنې، علمی آثارو او مؤلفو او د یوه ملت یا قوم لوړه قلمی ادبی ځیرکتیا، پوهه سجایا، عالی اخلاق او قلمی لاسته راوړنی ګڼل کیږی.

کوم چې د ثقافت کلمه چې اوس مهال د فرهنګ په مانا ده د ځیرکی، استادی، صداقت، ادب، تربیت اوښو لاسته راوړنو ته هم وایی.

دوهم: فرهنګ د علمی تحقیقی نقطه نظره په (دوه) برخو ویشل او کښل کیږی. مادی برخه او معنوی برخه یا مانیز څیزونه.

مادی برخی یی: کوم چی د انسان د پوهی او درایت ځیرکتیا نښه ده او د انسان له خوا په لوړ شعور سره پنځول کیږی. په علمی توګه د شعور په ادراک، او لوړو حسیاتو سره پوهی ته کتل کیږی او دغه مانیزه پنګه په مادی نوښت او د حالاتو په اعمالاتو باندی اوړی (مادی او معنوی) عناصر لری.د بیلګی په توګه دغه پنځونه، په انځور ګری، پژی توږلو (مجسمه سازی) او بدلو، ګنډلو، رسامی، د لباس اغوستلو، شایسته معماری، زیورات … او نورو په بڼو را څرګندیږی.

معنوی برخه: لوړ اخلاق، شایسته سجایا، کاری نزاکتونه، د کار دفتر یا کور او ډنه او تفکر، کومک، لاسنیونه په اخلاقی ګاڼه سمبالول، سم عالی برخورد، اغوستل، جوړول او د عالی کلتور له نښو نښانو سره د نورو وګړو دذهن او ذوق، شوق (تمایل) تسخیرول او نور توکی پکښی شامل دی لکه ورځپاڼو پرمخ څه کښل چی د انسان دلوړو اخلاقو او کره سجایاوو (خلق، خوی. طبیعت) او دهغو ترڅنګ زړه ورتیا، ژورتیا اونور ارزښتمنه څیزونه پکی را نغاړلی شو، کوم چی په کورنیو یا ټولنی یا بشری جامعی کی ( په سیاست، اقتصاد، معنویاتو …) کی یی انعکاس او ځایګی لیدلی شو.

–  د یوی ټولنی د فرهنګ په لوړتیا کی کومی نښی لیدلی شو؟

–  په یوی ټولنی کی د هغی دوګړو له روزنی عادی انسانی ژوند او تعاملاتو (برخورد) څخه نیولی تر خوړلو، اغوستلو، خبری کولو، جوړولو، ویناوو، هدایاوو، شعوری لوړتیاوو، خدمتګذاری، یو د بل په اړه د قبلولو، بخښلو، لاسنیوی او نورو څخه دی.

– آیا کیدای شی چی د فرهنګ ځنی عناصر په منفی توګه موجود وی؟

– هوکی، یوشمیر توکی، او لاسته راوړنی دی چی د ټولنی د افرادو پر اذهانو ناوړه اغیزی

– لکه د انقلابونو (منظورمی) د اړو دوړ،بحرانونو او د کم سودای، فقر څخه دی. له همدی کبله د وسلی ګرځول، بدماشی ، ظلم او بی عدالتی لاره یا فرهنګ خپل کړی چی دایوه معضله ده او تت سیوری خپروی، په هر صورت، فرهنګونه بدلون مومی، جوړیدای شی، سمون او انسجام  او مدیریت کیدای شی، بعضی وختونه کاری، اخلاقی وقایه او ښه مدیریت او کار کړنه کومکونه هم دمثبت فرهنګ د جوړیدو لامل ګرځی او شایسته ګی منځته راوړی.

– څه وکړو چی د لوړ فرهنګ خاوندان واوسو؟

– په لنده توګه: باید ووایم: هر څومره چی د یوی ټولنی د ژوندانه کچه لوړه شی، فقر، مرض، بیسوادی له منځه لاړه شی، اتنیکی جګړی پای ته ورسیږی، تحصیلات اوچت وی، مدنی ژوند پیل، مدنی ټولنی فعالی وی، رسنی خپل ملی رول(نقش) سم آدا کړی، قانون پلی شی، دوګړو ترمنځ ښه تفاهم وی، حکومتونه په ملی کچه منځته راشی او کار وکړی، وګړی ور څخه تابعیت وکړی د  اقتصاد دلوړتیا له پاره کاروشی اشتغال او کارموجود وی، نو ستونزی هواریږی هغه ټولنه به دلوړ فرهنګ څښتنه وی.                          سنګین

ممکن است شما دوست داشته باشید