روزنامه اصلاح

فرانسه کې د افغان کډوالو بې برخلیکه ژوند

د کډوالو نړیواله ورځ ، پر داسې مهال لمانځل کېږی چې ګرده نړۍ کې نژدې ۷۰ مېلیونه انسانان کډوالۍ کې ژوند کوی. د دې کډوالو تر نیمایی ډېر یې د سوریې، افغانستان،‌ سویلی سوډان، میانمار او سومالیا اوسېدونکی دی.

ځینې افغان کډوال بیا په فرانسه کې د خپل ژوند برخلیک ته کلونه شمېرې چې شمېر یې تر زرګونو کسانو رسېږی.

د فرانسې د کډوالو او تابعیت وګړو د ساتنې اداره یا ‘اوفی ‘ رسمې شمېرې ښیی چې تېر کال په هغو کسانو کې چې له یادې ادارې سره یې د پناه رسمې غوښتنې ثبت کړې دی، تر ټولو ډېر یې افغانان دی چې د ټولو کډوالو نژدې ۲۰ سلنه کېږی.

خو ځینې هغه افغانان چې فرانسه کې د پناه اخیستو په تمه دی، کلونه – کلونه بې برخلیک دی.

ننګیالی هغه افغان دی چې له څلورو کلونو راهیسې په اروپا کې بې برخلیکه دی. هغه اوس د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د کډوالو په یوه پنډغالی کې له کړاوه ډک ژوند تېروی.

د پلازمینې پاریس شمالی برخه کې د پورت دو لا ویلت پنډغالی کې مې ګڼ داسې افغانان ولېدل چې په کوچنیو خېمو کې یې خورا سخت ژوند تېراوه.

هغوی چې د سړک تر غاړې پراته وو، آن ښځې او ماشومان هم پکې لېدل کېده.

نا څرګنده برخلیک؛

ننګیالی له اتریشه دوه ځلې فرانسې ته راغلی و، خو داوړه ځله یې فرانسې د پناه غوښتنه و نه منله او اوس له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دی.

هغه وایی:

۲۰۱۵ کال کې مې اتریش کې د پناه غوښتنه و نه منل شوه، فرانسې ته راغلم او ۸ میاشتې فرانسه کې پاتې شوم له هغه وروسته بیرته د فرانسې لخوا اتریش ته واستول شوم، دوه کاله مې هلته کې تېر کړل، خو بیا هم زما د پناه غوښتنه و نه منل شوه. اوس له ۲۰۱۹ کال راهیسې دلته پاریس کې پروت یم خو د پولیسو لهخوا بیاهم امر شوی چې باید اتریش ته بیرته وګرځم”

د ننګیالی په څېر زرګونه افغانان په فرانسه کې بې برخلیکه دی او همدې نا څرکنده حالت یې ژوند لا تریخ کړی دی.

فرانسې ته ګڼ شمېر 

هغه بې برخلیکه کډوال له نورو اروپایی هېوادونه راځی چې په عامه اصطلاح ورته “ډوبلینی کډوال” ویل کېږی.

د ډوبلین قانون؛

ډوبلینی کډوال هغه بلل کېږی چې لومړی یې په یو بل اروپایی هېواد کې د پناه غوښتنه کړې وې، یا یې ګوتې لګول شوې وی خو پناه یې نه وی منل شوې.

د ډوبلین اصولو له مخې، فرانسه له قانونی پلوه د دې اجازه لری هغه کډوالو هغو هېوادونو ته بیرته واستوی چې هلته یی لومړی د پناه اخېستو په موخه د ګوتو نښې ثبت شوې وی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې تیر کال څه باندې ۱۲۲ زره تنه کډوالو دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې وه چې ۳۲ سلنه یې د ډوبلین قانون کې راتلل.

صحبت خان هم یو له هغو افغان کډوالو دی چې څلور کاله مخکې د افغانستان له جګړو تښتیدلی او د ډوبلین قانون له وجې له دوو کلونو راهیسې پاریس کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دی:

” ځمکې مو خرڅې کړې، پیسې مو قرض کړې او په سختیو دلته راورسېدو، اوس دلته یو کال کېږی چې له کوره یی ایستلی یم، او ترخیمې لاندې د سړک پر غاړه ژوند تېروم. “

په فرانسه کې چې ژمی پکې یخنی او اوړی پکې بارانونه ډېر وی، د خېمو ژوند پکې له ډېرو ستونزو ډک دی.

وروسته له هغه چې د فرانسې حکومت په فرانسه کې د کلې په نامه مشهور کمپ وتاړه، ډېری کډوال بریتانیا ته د تلو په تمه په ځنګلونو کې شپې تېروې.

په ځنګلونو کې د خوړو او درملو د نشتوالی له امله ځېنو ته جدی ناروغۍ هم پیدا شوې دی.

د فرانسې په ځېنو پنډغالو کې مې داسې افغانان هم ولېدل چې بریتانیا ته قاچاقی ډول د اوښتو لپاره یې میاشتې میاشتې په ځنګلونو کې تېرې کړې دی.

د ډانګ او پړانګ ترمنځ؛

کډوالو چې تر ډېره په لویو لاریو کې له فرانسې بریتانیا ته اوړی، ځینې وخت خپل منځې نښتې هم کوی چې مرګ ژوبله هم لری.

په همدې ډول نښتو کې تېر او وړم کال ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله هم اووښتې وه.

۲۰۱۶ کال کې افغان حکومت له اروپایی ټولنې سره د کډوالۍ په برخه کې یو ګډ سند لاسلیک کړ چې له مخې به یی هغه افغانان چې اروپایی هېوادونو کې د پناه اخیستلو شرایط نه پوره کوی باید بېرته افغانستان ته واستول شی.

هغه افغانان چې اوس په فرانسه کې د پناه اخیستو په تمه دی او وطن ته هم له وېرې نه شی تلای، د ډانګ او پړانګ ترمنځ ژوند تېروې چې له ډېرو کړاونو ډک دی.

ریاض احمد میا خېل

ممکن است شما دوست داشته باشید