روزنامه اصلاح

غزنی کې موټر بمب برید؛د ملی اردو ۱۰سرتیری شهیدان شوی

`د افغانستان دفاع وزارت وایی، پرون سهار د غزنی ولایت د « ده یک» ولسوالۍ په «قلعه جوز» سیمه کې موټر بمب برید د ملی اردو ۱۰ سرتیری وژلی او ۷ نور یې ټپیان کړی دی.
دفاع وزارت پرون شنبه نومبر ۲۹ (لېندۍ نهمه) اعلامیه کې ویلی چې یو ځانمرګی کس په یاده سیمه کې د ملی اردو مرکز ته نژدې خپل له چاودېدونکو موادو ډک موټر منفجر کړی دی.
سرچینه زیاتوی چې ځانمرګی غوښتل خپل موټر د ملی اردو مزکر ته دننه کړی خو افغان ځواکونو لخوا پرې برید شوی او هغه خپل چاودیدونکی توکی چوولی دی.
په اعلامیه کې راغلی: “په خواشینۍ سره په دې تروریستی برید کې، د ملی اردو ۱۰ تنه ځواکونه شهیدان شوی او ۷ نور ټپیان شوی دی.”
ځینو سرچینو بیا ویلی چې موټر بم برید په سیمه کې د ملی اردو ځانګړو ځواکونو په مرکز کې دننه رامنځته شوی دی.
خو د غزنی د عامې روغتیا رئیس ډاکتر باز محمد همت بیا وایی چې د پېښې له ځایه ۳۰ مړی او ۲۴ ټپیان روغتون ته انتقال شوی دی.
هغه وویل چې کېدایشی د چاودنې له امله رامنځته شوې مرګ ژوبله تغیر شی.
د غزنی امنیتی چارواکو تر دا مهاله د دغه برید په اړه څه نه دی ویلی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا ویلی چې په غزنی ولایت کې د ده یک ولسوالۍ پر لار موټر بمب برید شوی، خو په اړه هیڅ جزئیات نه دی ورکړی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه موټر بم برید مسؤلیت نه دی منلی

ممکن است شما دوست داشته باشید