روزنامه اصلاح

غازی امان الله خان د افغانانود ملی یووالی غوښتونکی ؤ

لکه څنګه چې  نن سبا دګران افغانستان درې رنګه ښکلی بیرغ د نړې په ګڼ شمیر هیوادونو کې هسک او په رپیدو دی داد غازی شاه امان الله خان تر مدبرانه مشرۍ لاندې د افغان ولس د رښتینو مبارزو او سرښندنو په لړ کې د نړې د استعماری ځواک څخه د ملی خپلواکۍ ترلاسه کولو پایله ده چې نن سبا یې دسلمې کلیزې په درشل کې یوو ، البته په دې اړوند د ګران هیواد د قدرمنو څیړندویانو ، لیکوالانو او د نظر خاونداونو په لیکنوکې هم ځینو ټکوته داسې اشاره شویده :      

بې له شکه د غازی امان الله خان مدبرانه رهبری وه، چې د لویې بریتانیې پر ضد یې د جهاد اعلام وکړ او لر او بر افغانان یې د بریتانوی استعمار پر ضد متحد او رهبری کړل. د فخر افغان په وینا، په افغانانو کې  ډیر پادشاهان تیر شوی، لیکن د افغانانو ښځو او نرو چې څومره مینه او محبت د امان الله سره وو، دومره د بل پادشاه سره نه ؤ.

امان الله خان به ویل چې زه د افغانانو انقلابی پادشاه یم او د هغه دا خبره بالکل رښتیا و، ځکه هغه په افغانانو کې یو عجیبه انقلاب راوستی وو. انقلاب یو سیلاب وی چې راشی نو ویده  خلک یوسی او ویښ ترې ګټې اوچتې کړی. افغانانو هغه مهال نه یوازې د خپلواکۍ انقلاب منزل ته ورساوه، بلکې په سیاسی، اقتصادی او فرهنګې ډګر کې یې ښې او ګټورې ګټې ترې اوچتې کړې، دغه ګټې او لاسته راوړنی خورا څرګندې وې.

– په سیاسی برخه کې:

د خپلواکۍ د انقلاب تر ټولو لومړنۍ او ستره لاسته راوړنه دا وه، چې افغانانو په خپل اتحاد او میړانې سره د خپل هیواد څخه دفاع وکړه او د نړۍ ستر استعماری زبر ځواک ته یې ماتې ورکړه، پر بریتانوی استعمار باندې د افغانانو بری د نړیوال استعمار د زوال بنیادونه کیښودل، آزادی بخښوونکی تحریکونه او ملتونه یې را بیدار او ویښ کړل.

– د ملی یووالی په برخه کی :

د خپلواکۍ د انقلاب بله لویه لاسته راوړنه داوه، چې لر او بر افغانان یې د بریتانوی استعمارګرو پر ضد سره یو کړل او ددوی د اتحاد په نتیجه کې وو، چې د الله اکبر په یوه غږ سره یې د سپین وام، میرانشاه، واڼا، سرویکی او ټل عسکری مرکزونه یو په بل پسې ونیول، په خیبر، سپین بولدک او چمن کې یې پر انګریزانو اوربل کړ او بالاخره یې د نړۍ تر ټولو خونړۍ امپراتوری یې د ۱۹۱۹ م کال د جون پر دویمه متارکې ته اړویستله. افغانستان د خپلواکۍ د انقلاب په بری سره په خپل کورنۍ او بهرنی سیاست کې بشپړ خپلواک او مستقل شو. د افغانستان تور، سوراو زرغون بیرغ، چې د افغانستان د ملی حاکمیت او استقلالیت نمایندګی یې کوله د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې په رسمی توګه هسک شو. د افغانستان استقلال مختلفو هیوادونو په رسمیت وپیژاند او له افغانستان سره یې د یوه خپلواک هیواد په توګه خپلې سیاسی او دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې. غازی امان الله خان د آسیا، افریقا او اروپا بیلابیلو هیوادونو ته رسمی سفرونه وکړل او د دولتونو له مشرانو سره یې په دغو لیدنو او کتنو کې یو شمیر مهم تړونونه لاسلیک کړل. په هیواد کې د سیاسی نظام د پیاوړتیا او ګتورتیا په موخه د ۱۲۹۷ ش کال په حوت کې د وزیرانو شورا جوړه شوه او اعلیحضرت امان الله خان هغه مهال د وزیرانو شورا د جوړیدو په ویاړ داسې وویل:«زموږ حکومت به په افغانستان کې لازم اصلاحات وکړی، څو زموږ ملت او هیواد وکولای شی چې د نړۍ په متمدنو ملتونو کې مناسب ځای او مقام حاصل کړی» همدارنګه یې د خپل حکومت د بهرنی سیاست په اړه وویل:«وروسته له دې به زموږ اړیکې له هیوادونو سره متقابلې او بالمثل وی.» دا هم باید ووایو، چې په ۱۳۰۰ ش کال د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې د ناظر او نظارت کلمې په وزیر او وزارت باندې تبدیلې شوې. دغه راز د سردار، داروغه، سرپرست، اقاسی او باشی کلمې چې پخوا د ادارو مشرانو ته په کاروړل کیدې د نایب الحکومه، رئیس او مدیر پر القابو باندې تبدیلې شوی.

دې ټکی ته مو هم باید پام وی چې خپلواک ځوان دولت له دریو قواوو یعنی له اجرائیه قوې، مقننه قوې او قضائیه قوې څخه جوړ شوی وو، چې په سر کې یې شاه غازی امان الله خان وو. مقننه قوه هغه وخت د «دولتی شورا» په نامه یادیده او له دوو برخو څخه جوړه وه، چې یوه برخه یې انتصابی او بله برخه یې انتخابی وه ، د څیړندویانو په لیکنو کې راغلی دی ، چې«د اساسی قانون ترڅنګ(۷۷) نظامنامې تصویب شوې او د قوانینو او نظامنانو د تطبیق په غرض په خپله شاه د هیواد ولایتونو ته سفر کاوه او د هغو د تطبیق له څرنګوالی یې کنترول کاوه، له دولتی ادارو څخه دلیدنې پر مهال یې له مسوولینو پوښتل، کاری نیمګړتیاوې یې پیداکولې او د لازمو توضیحاتو په ترڅ کې یې مسوولین د هغو په لرې کولو باندې ګمارل» . د افغانستان د لومړنی اساسی قانون په ۱۶مه ماده کې داسې راغلی وو:« د افغانستان ټول اتباع د شرعی او دولتی قوانینو له مخې له مساوی حقوقو او وجایبو څخه برخمن دی ». او دغه راز د هغه په (۱۱) مه ماده کې درج وو:« په افغانستان کې د اسارت او غلامۍ اصول بالکل موقوف دی» شاه امان الله خان د ۱۳۰۴ ش کال د عقرب په اووم تاریخ د کندهار په ښار کې په خپل امامت سره د جمعې لمونځ ادا کړ او د لمانځه د خطبې په ترڅ کې یې د ملت د یووالی او ملی هویت په باب داسې وویل:« هرڅوک چې په افغانستان کې ژوند کوی، پرته له استثنا افغان ورته ویل کیږی پس درانی، غلجایی، اڅکزیی او نور څه معنا لری؟ موږ ټول انسانان او مسلمانان یوو، باید ملی یووالی ولرو او د کورنی او بهرنی دښمن په وړاندې یو موټی واوسو، زما په وړاندې ټول افغانان وروڼه دی. بې له شکه  خدای(ج) مختلف قومونه او د بیلابیلو ژبو لرونکی پیدا کړی یوو، خو واقعیت دادی چې واحد لرغونی تاریخ، ګډ وطن او د یو اسلام پلویان یوو، افغانیت زموږ ملی غرور او هویت دی تاریخی اړتیا ده، چې له قومونو راووځو، یوو افغان شو او که یو افغان شوو، اوسنۍ راپیښې شوې ټولې ستونزې به هرو مرو حل او فصل شی…

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید