روزنامه اصلاح

عمران خان ته د ټرمپ د لیک په اړه د افغان حکومت غبرګون

افغان حکومت د امریکایی ولسمشر د هغه لیک په غبرګون کې، چې د پاکستان لومړی وزیر ته یې لېږلی، په خورا اختیاط ویلی، د افغان سولې لپاره د هر هغه ګام هرکلی کوی چې کېدی شی مثبته پایله ولری.

پرون اسلام اباد ویلی و، چې ډونلډ ټرمپ په یو لیک کې له عمران خانه مرسته غوښتې چې طالبان د سولې خبرو ته کښېنوی.

خو طالبانو بیا هم په ټینګار سره ویلی چې د دوی د خبرې لوری یوازې امریکا ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ته دا لیک له هغه پنځه ورځې وروسته لېږلی چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د۱۲ کسیز پلاوی غړو نوملړ اعلان کړ.

په دغه لیک کې له پاکستان غوښتل شوی چې د سولې خبرو میز ته د طالبانو په راوستلو کې مرسته وکړی. افغان حکومت د سولې خبرو بریالیتوب لپاره د سیمی هیوادونو مثبت رول مهم بولی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوی وایی، هر هغه مثبت ګام چې د افغان سولې راوستلو په برخه کې اخیستل کېږی، حکومت ته یې هرکلی کوی:

”موږ د سولې په هغه پلان چې اعلان شوی دی، باوجود له دې چې وخت نیوونکی بهیر دی او د طالبانو د سولې خبرو لپاره مرکچی پلاوی هم اعلان کړی، په دغه پلان کې د ګډو خبرو لپاره له امریکا، پاکستان سره او بیا له نورو هېوادونه سره دی. له شک پرته د افغان سولې بریالیتوب لپاره د سیمې او نورو هېوادونو مرستې ته اړتیا شته او د پلان پر بنسټ به موږ له د دغو هېوادونو خبرې وکړو.”

امریکایی ولسمشر ډونلډ ټرمپ همدا زار په دغه لیک کې عمران خان ته ویلی، چې د امریکا او پاکستان اوسنیو اړیکو ښه کېدو لپاره، په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو لپاره حللاره پیدا کول ډېر ارزښت لری.

د ارګ مرستال ویاند شاه حسین مرتضوی وایی، کابل له نورو هیوادونو څخه تمه لری چې د افغان سولې راوستلو په برخه کې مثبت رول لوبوی.

ظاهراً داسې ښکاری چې امریکا په وروستیو کې په افغانستان د روانې جګړې پای ته رسولو په برخه کې هڅې ګړندۍ کړې دی خو طالبانو د سولې خبرو پیل لپاره له افغانستانه د امریکایی پوځیانو وتلل تل د مخ شرط په توګه یاد کړی دی.

افغان حکومت وایی هېڅ هېواد د دوی په استازلۍ له طالبانو سره د سولې خبرې نشی کولی.

د افغان چارواکو په وینا له طالبانو سره د امریکایی چارواکو روانې خبرې، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو لپاره د زمینې برابرولو په مانا دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی تېره اونۍ په جینوا کنفرانس کې له طالبانو سره د سولې خبرو مرکچی پلاوی د نوملړ اعلانولو پر مهال دا هم وویل چې د سولې د رسیدلو لپاره لږ تر لږه پنځ کاله وخت پکار دی.

دا چې ښاغلی ټرمپ، عمران خان ته د افغان سولې په اړه لیک لېږی، له دې داسې ښکاری چې د پاکستان په وړاندې د امریکا اوسنی بهرنی سیاست د بدلون په حال کې دی.

میاشت مخکې ښاغلی ټرمپ د امریکایی ټلویزیون ”فاکس” سره په مرکه کې وویل، اسامه بن لادن په پاکستان کې د هغوی د پوځی اکاډیمۍ په څنګ کې اوسېده او ټول له دې خبرې خبر وو، خو ته هېچا یې په دې هکله څه نه ویل. ټرمپ زیاته کړه په داسې حال کې چې امریکا هر کال پاکستان ته ۱،۳ میلیاډر ډالره مرسته ورکوله.

خو عمران خان د ښاغلی ټرمپ د دغو خبرو په غبرګون کې وویل چې امریکا غواړی په افغانستان کې د خپلېناکامۍ پړه د پاکستان په اوږو ور واچوی.

د عمران خان د دغو خبرو په غبرګون وویل، ټرمپ وویل له دې وروسته به پاکستان ته د میلیونو ډالرو مرستې ور نه کړی. له دې مخکې هم امریکا له پاکستان سره د خپلو مالی مرستو دوې بستې ځنډولې وې.

عصمت بهیر

ممکن است شما دوست داشته باشید