روزنامه اصلاح

عمران خان:له هند سره خبرې نور هېڅ ګټه نه لری

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایی، له دې وروسته له هند سره د خبرو هېڅ اراده نه لری، ځکه په وینا یې کومه ګټه نه کوی.

له امریکایی نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره مرکه کې عمران خان ویلی:

“اوس له دوی سره خبرې هېڅ ګټه نه لری. ما ډېرې خبرې وکړې، خو له بده مرغه اوس چې په دې تړاو فکر کوم، داسې ښکاری چې د سولې او او مذاکراتو لپاره زما ټولو هڅو ته دوی یوازې د خوند اخیستو په نظر کتل. له دې زیات موږ هېڅ نه شو کولای”.

ښاغلی خان زیاته کړه، تر ټولو ډېره خواشینوونکې خبره دا ده چې د ۸۰ لکه کسانو ژوند په خطر کې دیاو له ده سره دا اندېښنه ده چې هلته (کشمیر کې) توکمیزه وژنه پېلېږی. نوموړی وایی، باید د ملګرو ملتونو څارونکو ته د کشمیر سفراجازه ورکړل شی، چې دغه اندېښنه لېرې شی. د پاکستانی لومړی وزیر دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راغلې چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کشمیر وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او یو ځل بیا یې د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

ښاغلی ټرمپ دوه ورځې وړاندې د هند او پاکستان له لومړی وزیرانو سره ټیلفونی خبرې هم کړې دی.

نوموړی د سې شنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، له اوږدې مودې راهیسې د هند او پاکستان اړیکی خړ پړ دی او اوسنی وضعیت خطرناک دی.

ښاغلی ټرمپ زیاته کړه:

“د دواړو هېوادونو لومړی وزیران زما دوستان دی او دواړه ښه انسانان دی. دواړه له خپلو هېوادونو سره مینه کوی، خو دوی له یوه ستونزمن حالت سره مخامخ دی، کشمیر یوه پېچلې مسئله ده، چې له اوږدې مودې راهیسې دوام لری”.

پاکستانی چارواکی هم وایی چې د کشمیر موضوع په تړاو د نورو هېوادونو له لوری د منځګړیتوب وړاندیزونه شوی دی او کوښښونه هم کېږی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وایی، که هند د نورو منځګړیتوب ومنی نو پرمختګ کېدای شی او که هند یې نه منی، نو د منځګړیتوب هېڅ یوه هڅه کې پرمختګ نه شی کېدای.

یاده دې وی چې د هند حکومت وار د مخه د کشمیر په مسئله کې د امریکا د منځګړیتوب وړاندیز رد کړی دی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید