روزنامه اصلاح

عظیمی: له مخدره موادو څخه د خلاصون لار واحد دریځ او ګډه ستراتیژی ده

افغانستان له مخدره موادو سره د اغېزمنې مبارزې په هدف، د سیمې په کچه د یوې ستراتېژۍ پر جوړولو کار پېل کړی دی.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت په داسې حال کې د سیمې په کچه د مخدره موادو سره د مبارزې لپاره د یوې ستراتیژۍ پر جوړولو کار پېل کړی چې په افغانستان د مخدره موادو په کښت او قاچاق کې په بې ساری ډول زیاتوالی راغلی دی.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمی د دوشنبې په ورځ په کابل کې د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ جوړ شوی کنفرانس ته وویل چې د دغې پدېدې د له منځه وړلو لپاره یوې ګډې ستراتیژۍ او تګلارې ته اړتیا لیدل کېږی.

اغلې عظیمی زیاته کړه: “هیله لرم چې د دغې دوه ورځنۍ ناستې په ترڅ کې د مخدره موادو سره د مبارزې لارې چارې په نښه او حل لارې یې د یوې ستراتیژۍ په چوکاټ کې وړاندې کړو، له دغې پدېدې څخه د خلاصون یوازنۍ لار یو واحد دریځ او د یوې ګډې ستراتیژۍ جوړېدل دی.”

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې د ۱۲ هېوادونو ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، روسیې، چین، متحده عربی اماراتو، هند او ترکیې استازی په کابل کې سره راټول شوی، څو د دغې ستراتیژۍ پر طرحې او د دغې پدېدې په وړاندې د ګډې مبارزې پر لارو چارو بحث او خبرې وکړی.

دغه ناسته به دوه ورځې دوام کوی او په پای کې به د سیمې په کچه د ګډون کوونکو هېوادونو یو ګډ کاری ګروپ هم جوړېږی.

د افغانستان د مخدره موادو وزارت مسؤلین وایی، د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې دوی د سیمې له هېوادونو راضی نه دی، خو هڅه کوی چې د داشان ناستو له لارې د سیمې هېوادونه د دغې پدېدې په وړاندې عملی او رښتینې مبارزې ته وهڅوی.

په دغه ناسته کې د یادو هېوادونو استازو مخدره مواد او ترورېزم د یو بل سره تړلی وبلل

او په وړاندې یې د یو واحد درېځ پر رامنځته کېدو او ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

دوی په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او د نړۍ د نورو هېوادونو همکاری او همغږی مهمه وبلله.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان هم د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو پر ګډ دریځ ټینګار کوی او د دغه پدېدې په وړاندې د یوې ګډې عملی ستراتیژۍ جوړېدل ګټور ګنی.

له دې ډلې هارون رشید شیرزاد وایی، که چېرې په دې برخه کې یو ګډ دریځ رامنځ ته نشی، نو د دغې پدېدې په وړاندې بریا ناشونې ده.

ښاغلی شیرزاد وایی: “دغه کنفرانس د فکر جوړولو لپاره یو ښه قدم دی، په دې شرط چې د سیمې په کچه د فکر یووالی راشی، که چېرې دا کار ونشی او واحده ستراتیژی رامنځ ته نشی، کامیابی ډېره سخته ده.”

ښاغلی شیرزاد وایی، د ناستو دغه لړۍ او بحثونه باید تر هغې دوام وکړی چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د دغې پدېدې په وړاندې عملی ګامونه واخلی او خلک له دغه رنځ او ناورین څخه خلاص کړی.

واصل وصال

ممکن است شما دوست داشته باشید