روزنامه اصلاح

عربستان د لومړی ځل لپاره ښځینه پیلوټانې روزی

په سعودی کې د هوایی چلند یوې اکاډمئ خپلې دروازې د لمړی ځل لپاره د ښځینه زده کوونکو پر مخ پرانیستلې.

“دلال یشار” چې تازه یې د تجارتی پیلوټی زده کړې لپاره نوم لیکنه وکړه، د نوم لیکنې هغه مرکز مخکې ولاړه ده چې راتلونکی کې به د شاه فهد نړیوال هوایی ډګر لپاره تجارتی پیلوټان وروزی.

د آکسفورډ هوایی چلند اکاډمی چې د پیلوټانو په روزنه کې ډېر نوم لری، تر دې مهاله یې د دمام په ښار کې د سپټمبر په میاشت کې د پېلېدونکی روزنیز پروګرام لپاره د سلګونو نجونو درخواستونه تر لاسه کړی.

“دلال یشار” ددغې اکاډمې په اړه داسې وایی: مخکې به خلک د هوایی چلند د زده کړې لپاره بهرنیو هیوادونو ته تلل، د ښځو لپاره به دغه کار د سړیو په پرتله ډېر جنجالی وو.

هغې زیاته کړه “مونږ نور په یو داسې وخت کې نه اوسیږو چې ښځې یواځې په یو څو برخو کې د کار کولو اجازه ولری. اوس د مونږ لپاره ټولې لارې خلاصې دی. که د څه کولو اراده لرئ نو کولی یې شئ.”

دغه اکاډمی د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د هغې پروژې یوه برخه ده چې د هوایی چلند د یوې اکاډمۍ د جوړولو ترڅنګ به په هوایی ډګر کې د نړیوالو پروازونو د سمبالولو د یو مرکز جوړول هم شامل وی.

زده کوونکو ته به د درې کلونو لپاره، اکاډمیکه او عملی روزنه ورکړل شی.

په سعودی کې د ښځو په موټر چلولولس کلن بندیز چې نورې نړۍ ورته په دغه هیواد کې د ښخو په وړاندې د تاوریخوالی او اسارت د سمبول په سترګه کتل، اوس د ځوان خلیفه محمد بن سلمان لخوا له منځه یوړل شو. دا او دې ته ورته نورو دغسې ریفورمونو د سعودی په اقتصادی حالت کې ډېر تغیر راووست او د دې هیواد تړلې دروازې یې د نورې نړې پر مخ پرانیستلې.

د سعودی عربستان غربی متحدینو د دغه بندیز له لرې کولو هرکلی کړئ او دا یې په سعودی کې د پرمختګ یوه ښه نمونه بللې خو له بلې خوا هغه کسان چې د دغه بدلون څخه ناراضی دی، د حکومت لخوا ځپل کیږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید