روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
سعودی عربستان دقندهار ځوانانو ته دتحصیلی بورسونو دورکولو لپاره خپل تیارى اعلام کړ .
په کابل کې دسعودی عربستان سفیر قندهار ته په خپل سفر کې وویل چې دافغانستان دلوړو زده کړو له وزارت سره په تفاهم کې په دغه هېواد کې په سلګونو قندهارې ځوانانو ته دزده کړې زمینه برابروی .
په کابل کې دسعودی عربستان سفیر جاسم محمد الخالدی دقندهار دوالی حیات الله حیات دغوښتنې په ځواب کې وویل چې قندهاری ځوانان کولاى شی په بېلابېلو څانګو کې په عربستان کې زده کړه وکړی .
هغه دغه راز وویل چې په سعودی عربستان کې به دقندهار دروغتونونو دموظفو ډاکترانو دتجربو دتبادلې لپاره زمینه برابره کړی .
سعودی عربسـتان په قندهار کې دښوونځیو او داسلامی علومو دزده کړې مرکزونو ته دتاسیساتو په جوړولو کې هم مرسته کوی .
دغه هېواد دغه راز په قندهار کې دجوماتونو له جوړولو سره علاقمندی لری .
په کابل کې دسعودی عربـستان سفیر دقندهار دوالی دغوښتنې په ځواب کې وویل چې هېواد یې چمتو دى چې په قندهار کې دښوونځیو او داسلامی علومو مرکزونو ته دتاسیساتو دجوړولو له لارې له افغانستان سره مرسته وکړی .
جاسم محمد الخالدی دقندهار له والی حیات الله حیات سره په کتنه کې وویل چې د جوماتونو ښوونځیو او مدرسو ته دنوی تاسیساتو دجوړولو له لارې له افغانستان سره مرسته وکړی .
دقندهار والی وویل چې ډیر ژربه دقندهار دښوونځیو او مدرسو دودانیو داړتیا وړ یولست په کابل کې دعربستان سفارت ته وسپاری .
داپه داسې حال کې ده چې په قندهار کې په سلو کې څلویښت ښوونځی او داسلامی علومو مدرسې ودانۍ نه لری .