روزنامه اصلاح

عراق کې د تاوتریخوالی دوام؛ د وژل شویو شمېر زیات شو

عراق کې امنیتی سرتېرو پر هغو معترضانو ډزې کړې چې ګرځبندیز ته له پام پرته سړکونو ته وتلی وو.

دې سره د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلی، که څه هم د امریکا سی اېن اېن پرون د مړیو شمېر ۳۴ بللی دی.

د عراق لومړی وزیر عادل عبدل مهدی وایی، د نظم ټینګولو او د بلواګرو د نفوذ د مخنیوی لپاره به تر نامالوم وخت ګرځبندیز وی.

پر وژل شویو سربېره تېره ورځ په بغداد او د عراق نورو ښارونو کې په زرګونو معترضان ټپی شول خو لا هم د دې وضعیت د کنټرولولو نښه نشته.

لاریونوال اداری او دولتی فساد، د عامه خدمتونو نامناسب والی او د بېکارۍ لوړې کچې غوسه کړی دی.

که څه هم داسې ښکاری چې دا مظاهرې همغږی نه لری او په خپل سر را پورته شوې، خو تېر یو کال کې چې عادل عبدل مهدی واک ته رسېدلی دا تر ټولو لویې مظاهرې دی.

ملګرو ملتونو او امریکا د لاریونوالو پرضد په تاوتریخوالی اندېښنه ښودلې او د عراق له حکومت یې غوښتی چې له زغم کار واخلی.

د پنجشنبې په ورځ د بښنې نړیوالې ادارې هم له عراق وغوښتل چې سملاسی د امنیتی ځواکونو د تاوتریخوالی مخنیوی وکړی.

له دوو ورځو مظاهرو وروسته د عراق حکومت د پنجشنبې په ورځ ګرځبندیز اعلان کړ او یوازې د هوایی ډګر مساپرو، امبولانسونو او زیارتوالو ته یې د تګ راتګ اجازه ور کړې.

امنیتی ځواکونو اصلی لارې تړلې او د بغداد د پلونو کنټرول یې خپل کړی دی.

انټرنېټ ډېر کم دی، ځکه لاریونوال وایی، چې د خواله رسنیو له لارې خپلو کې د اړیکو ډېر کم توان لری.

خو بیا هم دوی بغداد کې پرون تحریر چوک کې سره ټول شول او د تیت پرک کولو لپاره یې هوایی ډزې او اوښلن ګاز وکارېده.

یوه معترض رویټرز ته ویلی: له ګرځبندیز سره سره موږ لاریون کوو، موږ د رژیم بدلون غواړو.

لاریونونه په بغداد او د عراق سوېل ته په شیعه مېشتو سیمو کې روان دی. د عراق شمال چې کردان پکې دی او لوېدیځ چې سنیان پکې دی نږدې ارام دی.

د پنجشنبې په ورځ روغتیایی سرچینو وویل، پر بغداد سربېره په عماره، دیوانیه، حله او ناصریه کې هم لاریونوال وژل شوی او سلګونه ټپیان شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید