روزنامه اصلاح

عراق: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې۹۴ کسان وژل شوی

عراق موصل ښار ته څېرمه په دجله سیند کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله ۹۴ کسان وژل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت وایی، کښتۍ کې نژدې دوه سوه کسان وو، چې د اکثر ډوب شویو لامبو زده نه وه.

دوی دا هم وایی چې قربانیانو کې ۶۱ ښځې او ۱۹ ماشومان دی.

رپوټونو کې ویل شوی، کښتۍ کې ناستو کسانو د نوی کال مراسمو کې د ګډون لپاره سفر کاوه.

لومړی وزیر عادل عبدالمهدی د پېښې په تړاو خواشینی څرګنده کړې او د تحقیقاتو امر یې کړی دی.

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو عمومی منشی ځانګړی استازې جینن هینیز پلاسشایرت دا پېښه یوه ‘بوږنونکې تراژیدی ‘ بللې.

ویل کېږی، چارواکو پرلپسې خلکو ته د موصل بند دروازو پرانیستل کېدو خبرداری ورکړی و، خو ځینې کسان د کښتۍ چلوونکی د پېښې مسوول بولی، چې په وینا یې خبرداری یې رد کړی دی.

په خواله رسنیو خپاره شویو تصویرونو کې لیدل کېږی، چې کښتۍ اوبو کې نسکوره ده او خلکو په څپاند سیند کې له اوبو د پورې وتلو کوښښ کوی.

امبولانسونه او چورلکې د پېښې ځای ته رسېدلی، چې ژوندی پاتې کسان وژغوری او د وژل شویو کسانو مړی ومومی.

ویل کېږی دغه کښتۍ ام الرباین ټاپو ته پر لاره وه، چې د نوروز مراسمو په مناسبت پکې مېله کېږی. د ځای معلوماتو ادارې موصل ای له خلکو غوښتی چې د مرستې لپاره د پنځم او زاړه پل سیمو ته ورشی.

دوی په ټویټر پیغام کې له خلکو وغوښتل چې امبولانسونو ته لاره خوشې کړی او ګاډی یوه څنګ ته ودروی. د کردستان ځایی حکومت هم له دهوک ښاره د مرستې لپاره لس امبولانسونه موصل ته استولی دی.

موصل ۲۰۱۴ کال کې د اسلامی دولت نومې ډلې داعش نیولی و او د ۲۰۱۷ کال په جولای کې له اوږدې جګړې وروسته د دغې ډلې له منګولو وژغورل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید